جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت متقاعد او بې وظیفې جنرالان او افسران بېرته خپلو دندو...

افغان حکومت متقاعد او بې وظیفې جنرالان او افسران بېرته خپلو دندو ته ورغواړي

تاند (پنجشنبه د اسد ۱۴) د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې متقاعد او بې وظیفي افغان جنرالان او افسران بیرته خپلو دندو ته راغواړي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د جګړې ډګر تر بل هر وخت تود شوی او ولسمشر محمد اشرف غني دېته هڅېدلی چې متقاعد او او بې دندې افسران او جنرالان په دندو وګوماري.

د افغان امنیتي ځواکونو عمومي ویاند وايي، حکومت پرېکړه کړې چې متقاعد او بې وظیفي افغان جنرالان او افسران بیرته خپلې دندې ته راغواړي او د هغوی له تجربو څخه ګټه واخلي.

اجمل شینواري نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې دا پرېکړه د ولسمشر محمد اشرف غني  د حکم پر بنسټ شوې چې په نظامي لیکو کې یو ځل بیا له متقاعدو جنرالانو او افسرانو ګټه پورته شي.

د ښاغلي شینواري په خبره چې د دغو بې دندې افسرانو او جنرالانو د جلب و جذب لپاره ځانګړی بورډ جوړ شوی او عملي چارې یې هم پیل شوي دي.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت هم دا پرېکړه تاییدوي او په خبره یې چې عملي چارې یې هم پیل شوې دي او په وینا یې چې له دې متقاعدو جنرالانو او افسرانو به په مشورتي او اجرائیوي برخو کې ګټه پورته شي.

په دې افسرانو او جنرالانو کې هغه څوک هم شامل دي چې د بېلابېلو دلایلو له امله له دندو لیرې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت څو ورځې وړاندې د ګڼ شمېر نجونو په ګډون له ۵۰۰۰ ځوانانو څخه په کابل کې په پوځي اکاډمۍ کې د شاملېدو لپاره ازموینه واخسیتله.

د افغانستان د وسله ‌وال پوځ لوی درستیز ولي محمد احمدزي د دې ازموینې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، «په دې حساسو شرایطو کې چې تاسو په دفاعي ځواکونو کې د شاملیدو په موخه راغلي یاست، هېوادنۍ او دینې وجیبه مو ادا کړه او د زده کړو سرته رسولو وروسته د یو مسلکي ځواک په توګه له خطر ډکه دنده چې د هېواد څخه دفاع کول دي ولیږدول شئ.»

1 COMMENT

  1. اشرف غنی باید متوجه اوسی چی جهادی جنرالان او فوق لاده جنرالی اخیستونکی ونه ګوماری تر دغه به یی مرداره کری. یوازی د پنجشیر خخه ویل کیزی چی سو سوه جنرالان دی. فکر کوم بسم الله خان اوس د موقع خخه استفاده کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب