یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههلمند کې د سرې قطعې د قومندان په ګډون ۹۴ طالبان او...

هلمند کې د سرې قطعې د قومندان په ګډون ۹۴ طالبان او پاکستانيان وژل شوي

تاند (جمعه د اسد ۱۵) د افغانستان په جنوب کې د پوځ چارواکي وايي چې د هلمند لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان په ګډون ۹۴ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

د ۲۱۵ میوند قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې اوښتې ده.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې چې د لښکرګاه ښار په بیلابیلو برخو کې وشول په ترڅ کې یې د هلمند لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان “مولوي مبارک” په ګډون ۹۴ وسله وال طالبان او پاکستانیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، «د ترهګرو لپاره هيڅ د تېښتې لار نشته؛ دوی به ټول وژل کيږي.»

د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وايي چې لښکرګاه کې د وسله والو طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات دوام لري.

2 COMMENTS

  1. الله اکبر الله اکبر الله اکبر
    لا اله الا الله
    الله اکبر الله اکبر
    و لله الحمد
    ډیر ښه شوي چې د پنجاب مزدور او کرایې ټټوانو ٩٤ خنځیران د افغانستان زړورو زمریانو په لاس جهنم ته واستول شول. الله ج دی پاکستان د نمرود او شداد قوم په څیر هلاک کړي۔ او وایاست چې امین!

  2. د ای اس ای ګوډاګیانو او زر خریده نوکرانو، زېرې مې درباندې. انشاءالله ستاسو نوبت به هم راشې چې داسې لکه سپي مردار شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب