یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: لږترلږه ٣٣٠٠٠ افغانان له خپلو کورونو بېځایه شوي

ملګري ملتونه: لږترلږه ٣٣٠٠٠ افغانان له خپلو کورونو بېځایه شوي

تاند (يکشنبه، اسد١٠) – ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د وروستیو تودو جګړو له امله په تېرو اوو مياشتو کې لږترلږه ٣٣٠٠٠ کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

دغه بېځایه شوي کډوال د هلمند، کندهار، لغمان، هرات او ځينو نورو سيمو اړوند دي چې د جګړو له امله بېځايه شوي او له خپلو کورنيو سره امن ځايونو ته کډه شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د پرون د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ويلي، افغانان د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نيابتي سولې لوړه بيه ورکوي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: “د ډاکټر خلیلزاد د دوحې د تړون نتیجه! له بده مرغه، افغانان د ډاکټر خلیلزاد د ‘نيابتي سولې’ ډېره لوړه بيه ورکوي.”

نبيل وخت نا وخته د افغانستان د روانې جګړې په اړه نظر څرګندوي.

تېره اوونۍ يې ويلي و، که افغان حکومت د سپين بولدک ولسوالۍ ژر بېرته ونه نيسي نو زرګونه وسله وال به له ډيورنډ کرښې افغانستان ته راواوړي او دلته به روانو جګړو کې برخه واخلي.

نبيل داسې مهال خلیلزاد په اړه څرګندونې کوي چې په قطر کې د سولې د راوستو تړون په لاسلیک سره افغان حکومت له پنځه زره زيات طالب بندیان خوشې کړل چې د حکومت په وينا دا مهال بېرته د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي او عملاً د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب