Homeخبرونهامريکا د افغانستان د هوايي صادراتو د زياتېدو پر پلان کار کوي

امريکا د افغانستان د هوايي صادراتو د زياتېدو پر پلان کار کوي

تاند (يکشنبه د اسد ۱۰مه ) امريکا متحده ايالتونه د هوا له لارې د افغانستان د صادراتو د زياتېدو پر پلان کارکوي.

د افغانستان د بيارغاونې لپاره د امريکا د ځانګړي پلټونکي دفتر (سيګار) په خپل تازه ر اپور کې وايي چې امريکا د هوا له لارې د افغانستان د صادراتو د زياتېدو پر پلان کار کوي.

د ددغه راپور له مخې دغه پلان له 2021 تر 2025 ميلادي کال پورې د څلورو کلونو لپاره په پام کې نيول شوی دی چې پر بنسټ به يې د افغانستان هوايي صادرات تر ديرش سلنې پورې زيات شي.

امريکا متحده ايالتونه د افغانستان د کابل، کندهار، مزار شريف ،جلال آباد او هرات د هوايي ډګرونو د بيارغاونې په برخه کې له افغاستان سره مرسته کوي چې دا چاره به د دوه زره کاري فرصتونو د برابرېدو لامل شي.

د پلان له مخې د سيمې هېوادونو ته به د توکو د صادراتو لپاره تر ټولو ډيره پانګونه د حامد کرزي پر هوايي ډګر وشي.

د‌هوايي دهليزونو د فعاليت له پېلېدو راهيسی افغان دولت په دې برخه کې شاواخوا يو اعشاريه پنځه ميليارده افغانۍ لګولي دي او په دې موده کې د 170 ميليون ډالرو په ارزښت د هېواد سوداګريز توکي صادر شوي دي.

په دې وروستيو کې د امنيتي ننګونو له امله د افغانستان صادرات خورا کم شوي دي. تاجيکستان اعلان کړی دی چې په تېرو دوو مياشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پاموړ کمه شوې ده.

د تاجيکستان د ګمرک رييس خورشید کريم زاده په يوه خبري غونډه کې وويل چې له جنوري تر فبروري مياشتې پورې په ورځ تر 50زياتې لارۍ له پولې اوښتې ، خو اوسمهال په ورځ کی له دوه تر درېيو لارۍ تيرېږي.

د تاجيکستان د چارواکو په وينا تېرکال د افغانستان او تاجيکستان تر منځ د سوداګرۍ ارزښت 70.7 ډالره و، چې 69.8 ميليونه ډالره يې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات وو او افغانستان بيا تاجيکستان ته يوازې 900.000ډالره صادرات لرل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...