جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا ولسمشر او نورو مشرانو خپلې خاورې ته د افغانانو د...

د امریکا ولسمشر او نورو مشرانو خپلې خاورې ته د افغانانو د لومړۍ ډلې د ورتګ هرکلی وکړ

تاند(جمعه، د اسد ۸) امریکايي چارواکو خپلې خاورې ته د هغو افغانانو د ورتګ هرکلی وکړ چې په افغانستان کې یې د متحدو ایالتونو له پوځ سره همکاري کړې وه.

د ۲۲۱ تنو افغانانو الوتکه نن سهار واشنګټن ته ورسېده.

د سپینې ماڼۍ له لوري په یوه بیان کې راغلي چې ولسمشر جو بایډن د متحدو ایالتونو خاورې ته د دغو افغانانو رسېدا له هغو زرګونو افغانانو سره د خپل هیواد په ژمنو کې یو مهم ټپال وباله چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکایانو سره اوږه په اوږه خدمت کړی دی.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې همداراز ویل شوي چې ولسمشر  بایډن په ځانګړي ډول د دغو افغانانو، چې په میړانه د امریکایانو ترڅنګ درېدلي، ستاینه او مننه کوي او ویاړي چې هغوی ته په خپل کور کې هرکلی وايي.

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن هم په یوه بیان کې ویلي، ویاړي چې له ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر لنتوني بلینکن سره یوځای د افغانانو د لومړنۍ ډلې او د هغو د کورنیو د غړیو هرکلی کوي.

اسټن ویلي، دا افغانان به له کابو ۷۵ زره نورو افغانانو سره یوځای شي چې په وروستۍ یوه لسیزه کې د ځانګړو وېزو د پروګرام پر اساس د امریکا متحدو ایالتونو ته تللي دي.

اسټن همداراز ویلي، دغو زړه ورو کسانو له امریکايي او ايتلافي ځواکونو سره د کار له کبله خپلو او د خپلو کورنیو د غړیو سرونه له لوی خطر سره مخامخ کړي وو.

دا ډله به په موقت ډول د ویرجینیا ایالت په فورټ لي پوځي اډه کې دېره شي.

له دې سره هممهاله د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس د رایو په لوی اکثریت هغه اضطراري لایحه تصویب کړه، چې له مخې یې په افغانستان کې هغو کسانو ته د ویزو شمېر زیاتېږي، چې له امریکايانو سره یې کار کړی دی.

د دوه ملیارد او سل ملیون ډالرو په ارزښت دغه لایحه په قانون د بدلېدو لپاره د ولسمشر جو بایډن توشیح ته اړتیا لري.

د امریکا مشرانو جرګې دغه لایحه د پنجشنبې په ورځ تصویب کړه، چې وروسته د استازو جرګې هم ژر تصویب کړه.

د دې لایحې له مخې هغو افغانانو ته چې  په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی، ۸۰۰۰ نورې ویزې برابرېږي او د دوی د لېږد، استوګنځیو او نورو ضروري خدماتو لپاره ۵۰۰ ملیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب