جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهم.م. په کندهار کې د طالبانو پر خونړیو حملو اندېښنه وښوده

م.م. په کندهار کې د طالبانو پر خونړیو حملو اندېښنه وښوده

تاند(جمعه، د اسد ۸) په افغانستان کې د ملګرومکلتو مرستندوی دفتر یا یوناما په کندهار ولایت کې د جګړو پر پراخېدو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

یوناما نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په تېرو دوو اوونیو کې (د جولای له شپاړسمې) په کندهار کې ۲۳۰ تنه ملکیان ټپیان شوي دي او کېدای شي چې حقیقي شمېر تر دې ډېر وي.

سره له دې چې په کندهار کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ حملو له څو اوونیو راهیسې دوام لري، ټولو خواوو په دې ښار کې د خلکو پر کړاوونو او مرګ ژوبلو خوله پټه کړې ده او ډېر لږ څه یې په اړه رسنۍ راپورونه خپروي.

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې وسله والو طالبانو په کندهار کې خونړۍ حملې پیل کړي او د راپورونو له مخې، د طالبانو د حملو له کبله لسګونه زره کورنۍ یوازې د کندهار له ښاره بې ځایه کېدو ته مجبوره شوي دي.

د ملګروملتو مرستندوی ماموریت وايي، پر کندهار ښار او شاوخوا یې د طالبانو د روانو حملو په نتیجه کې د باوري راپورونو له مخې، ګڼ شمېر ملکیان وژل شوي دي.

پرون د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د سپین بولدک ولسوالۍ د قتلونو په اړه د دوی څېړنو وښوده چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر کسان، چې په جګړه کې یې برخه نه لرله، له کورونو ایستلي او وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور پر اساس، ډېر کسان وروسته له دې وژل شوي چې د سپین بولدک له سقوطه وروسته افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالي د بېرته نیولو هڅه وکړه او ګڼ خلک د دغو ځواکونو هرکلي ته راووتل.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د څېړنې پر اساس، طالبانو د عامو خلکو، پخوانیو او اوسنیو دولتي کارکوونکو شتمنۍ هم لوټ کړي دي.

وروسته له دې چې د سرطان په ۲۳ مه طالبانو سپین بولدک ولسوالي ونیوله، راپورونه خپاره شول چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژلي یا نیولي دي.

وروسته له دې چې د سرطان په ۲۳ مه طالبانو سپین بولدک ولسوالي ونیوله، راپورونه خپاره شول چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژلي یا نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب