د هېواد د لامبو لوبغاړي فهيم انوري په المپيک لوبو کې د خپل ګروپ د پنځم ځای په خپلولو سره د توکيو د ۲۰۲۰کال له سياليو سره مخه ښه وکړه.
انوري د المپيک لوبو د آزادې لامبو په برخه کې د پنځوسو مټرو واټن په ۲۷ اعشاريه ۶۷ ثانيو کې وواهه.
تر دې وړاندې فهیم انوري همدومره واټن په ۲۷ اعشاريه ۸۸ ثانيو کې وهلی و.
په دغو لوبو کې پنځو افغان لوبغاړو ګډون کړی و چې هېڅ يو يې د مډال په ګټلو بریالی نه شو.