یکشنبه, مې 19, 2024
Home+يوه موږک د اسپانيې د انډلس د پارلمان غړي په منډه کړل

يوه موږک د اسپانيې د انډلس د پارلمان غړي په منډه کړل

تاند – د اسپانيې د انډلس د خپلواکې سيمې د پارلمان کې غونډه روانه وه چې ناڅاپه يوې ښځينه غړې چيغه کړه او د پارلمان څو غړي هم له خپلو ځايونو پاڅیدل او په منډه شول.

د پارلمان يوې غړې د موږک په ليدلو سره د خپلې چيغه مخه ونه شوای نيوی او د پارلمان نور غړي يې هم خبر کړل چې صحرايي موږک راغلی دی.

په پارلمان کې به مو د وکيلانو چيغې اورېدلي وي خو دا چيغې نه د کومې پرېکړې په اعتراض کې وې او نه هم پر حکومت د سختو نيوکو،بلکې دا چيغې د ويرې او ډار چيغې وې.

له ډيرو به مو اورېدلي وي چې څوکۍ په چارواکو ډيره ګرانه وي، خو په دې ورځ ثابته شوه چې څوکۍ هم تر ځان په چا ډيره ګرانه نه وي.

د پارلمان غړو پرېکړه وکړه چې تر څو موږک نه وي موندل شوی،غونډه به بېرته پېل کړي، همدا وه چې تر ميزونو او څوکيو لاندې د موږک په لټون پسې عمليات پېل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب