جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورنابالغه مېډيا او تجزيه / عارف تبسّم

نابالغه مېډيا او تجزيه / عارف تبسّم

په پاکستان کي د برقي مېډيا د دې تېز الوت عمر ډېر نۀ دی، څه لس دوولس کاله به يې عمر وي او په “شرعي” اعتبار لا هم دا د بلوغت عمر نۀ دی او د دې عمر انسان لا هم ماشوم ګڼل کيږي، نو ځکه زۀ دا ويلای شم، چي په پاکستان کي مېډيا لا ماشومه ده او له يو ماشوم نه  د يو باشعوره، پوه او خبر سړي په توګه د څه اورېدلو اميد عبث دی، خو دلته مسئله دا ده چي دې مېډيا له خلکو نه پخپله د څه سوچ کولو، تجزيه کولو او بيا و يو نتيجې ته د رسېدلو ټول کار په خپل لاس کي اخيستی دی، ځکه خو د لوستي، پوهه او خبرو خلکو د ورځي د بحثونو ټولي حوالې د تېري شپې د “ټالک شوز” مواد وي. له دې وجي خو و مېډيا ته په خلکو کي د رايې جوړولو طاقتور ذريعې حېثيت  حاصل دی او هم دا حېثيت  په پاکستان کي د خپل لنډ عمر  باوجود دا مېډيا حاصل کړی دی.

دلته څه دپاسه څلوېښت ټي وي چېنلونه داسي دي چي شپه او ورځ خبري او بحثونه وړاندي کوي او د دې ټولو چېنلونو د خېټي د ډکولو دپاره، په يو داسي ملک کي چرته چي د دانش (Intellect) قحط دی، څلېرويشت ساعته دانشوران او تجزيه کاران پېدا کول ناممکن دي، خو د دې باوجود موږ هره ورځ په دې چېنلونو بېلابېل داسي په درځنونو خلک وينو، چي هغه زما او ستا د ژوند او په دې د پرېوتونکو اثراتو په اړه موږ ته خبرداری راکوي. دې ټولو چېنلونو دا خودساخته وظيفه خپله کړې ده، چي دوى زما او ستا دپاره خبره کوي، بلکې تر دې هم دوه قدمه وړاندي دعوه کوي، چي زما او ستا خبره کوي.

که يوې خوا ته دې نابالغه مېډيا د خلکو د ورځني او ذاتي ژوند په معاملاتو کي مداخلت کړی دی، نو بلي خوا ته تر دې هم زيات د خلکو په ذهني صلاحيتونو کي د خپلي مرضۍ اثرات زېږولو، خپله بنيادي وظيفه تر سره کوي. هيڅوک دا خبره نه شي کولای، چي دا مېډيا د عامو خلکو د ژوند د سوکالۍ دپاره خپل رول لوبوي، ولي چي مېډيا د طاقت او کنټرول لويه ذريعه ده او د دې طاقت د ترلاسه کولو دپاره د وسايلو د را ټولولو او د دولت د راغونډولو ذريعه ده. د دې ټول تعلق د عامو خلکو په ځای د حکومت وخت، مقتدره حلقو او يا د کاروباري طبقې د مفاداتو له ساتني سره دی، ځکه خو چي کله رياست يا واکداران خپل يو خاص مقصد ترلاسه کوي او يا د دې تر ټولو نزدې اتحادي کاروباري طبقه څه لويه ګټه ترلاسه کوي، نو د دې مېډيا ټوله مشينري شپه او ورځ د هغه دپاره لاري پرانيزي او د خلکو ذهنونه ورته تياروي.

يوه بله لويه الميه خو دا هم ده، چي له دې مېډيا سره تړلي زياتره خلک هغه پېشه ورانه علم او تجربه هم په صحيح معنا نه لري، چي د دې ميدان دپاره ضروري ده، ولي چي د دې دپاره تر پېشه ورانه علم زيات د يو سړي انفرادي څالاکي زياته معنا لري. هر هغه څوک چي دوې خبري کولای شي، له رياست او کاروباري طبقې سره تر تنخا زياته وفاداري ښوولای شي، هغه د دې مېډيا برخه جوړېدلای شي او داسي خلک موږ هره ورځ پر دې چېنلونو وينو.

لکه څنګه چي ما مخکي خبره وکړه، چي دا مېډيا د رياست د واکدارانو د طاقت د برقرار ساتلو دپاره کار کوي، نو دا خبره دي هم روښانه وي، چي په پاکستان رنګه هېوادونو کي د رياست طاقت هر وخت له پوځ سره وي او يا يې بيا څه برخه له هغه کاروباري طبقې سره وي، چي د معيشت پهيه چلوي او هم له دې لاري د پوځ د خرڅ دپاره دولت پيدا کوي، خو د پوځ رول په کي بيا هم مرکزي وي.  دا خبري هم کيږي چي د هري شپې د ټالک شوز اېجنډا لا له دې لاري وېشل کيږي، ځکه په يوۀ وخت کي په مختلفه چېنلونو ناست اېنکرپرسنز (کوربانه) يو رنګه سوالونه و خپلو راغوښتو نام نهاده تجزيه کارانو ته ږدي، هم يو رنګه ځوابونه ورته راځي او موږ چي کله دا پروګرامونه د شپې و ګورو نو بيا ټوله ورځ په خپلو بحثونو کي دا خبري تر نورو خلکو رسوو. زموږ ذهنونه و دې ته نۀ رسيږي، چي د اېنکر پرسن په خولۀ کي د بل سوالونه دي، په ځوابونو کي د بل خبري دي او موږ لګيا يو د بل د خبرو پرچار (تبليغ) کوو. په دې کي زموږ خپله خبره زموږ خپله تجزيه څۀ شوه؟ موږ خپل ټول ذهني صلاحيتونه د دې چېنلونو و تجزيو ته رام کړي دي، ځکه خو په اجتماعي توګه زموږ په ټولنه کي تخليقي او تنقيدي صلاحيتونه نورشنډ شوي دي. موږ چي شپه او ورځ د ژوند له سختيو سره پخپله براه راست مخامخ يو، پخپله د خپلو حالاتو د تجزيه کولو په ځای د هغه ريټائرډ پوځي، چي د ريټايرمنټ پس تازه تازه تجزيه کار جوړ شوی دی، تجزيې ته زياته معنا ورکوو، چي تر چاوڼۍ دباندي ژوند يې هډو ليدلی نۀ دی يا بيا د هغه ريټايرډ بيوروکرېټ يا ډيپلومېټ تجزيه زياته اهمه منو، چي ټول ژوند يې زموږ په ټېکسونو عېش کړی وي او د ريټايرمنټ پس زموږ د حالاتو تجزيه کار دي. د دې چېنلونو د خېټي د ډکولو دپاره دا ريټايرډ سول او پوځي بيوروکرېټ هر وخت تيار ناست وي او يا د صحافي (جرنلسټ) په نوم هغه تجزيه کار، چي وخت په وخت له تورو ګېټونو نه د را وتلو اعداد و شمار له لاري و ما او تاته د را نزدې خلکو سپکاوی کوي.

د پوځ او کاروباري طبقې تر اثر لاندي په پاکستان کي را مخ ته شوې دا مېډيا کله هم د جمهوريت د پرمختګ دپاره په کار نه ده راغلې. په خصوصي توګه په تېر پينځه کاله کي موږ وليدل، چي مېډيا دا دعوه خو په وار- وار وکړه، چي اوس ډېره پر مخ او آزاده ده او دا د جمهوريت ګټه ده، خو د دې په پرته د جمهوريت په لار کي تر ټولوغټ خنډ پخپله مېډيا پاتي شوې ده، ولي چي د جمهوريت ګټه مېډيا تر هغه ځای پوري منلې ده، چي خپله ګټه يې ترې اوچته کړې ده، خو پر هغي ګټي همېشه پټه خولۀ پاته شوې ده يا د هغه خلاف را پاڅېدلې ده، چي د خلکو ګټه په کي وي،  ولي چي د جمهوريت په وده کي دا وېره موجوده ده، چي خلک دومره پوه شي، چي د هغوى حق څۀ دی او دا حق به هغوى ته څنګه رسيږي او د خلکو دا پوهه او د تجزيې دا صلاحيت د هغه قوتونو په ګټه نه تماميږي، چي دلته باچهي کوي، ځکه په خلکو کي دا پوهه راوستل، چي خپل حق و پېژني او په خلکو کي د تجزيه کولو هغه صلاحيت را برسېره کول، چي د خپل حق د ترلاسه کولو لاري په وسنجوي، د مېډيا اېجنډه بالکل نۀ ده، ځکه مېډيا دا ذمه واري اخلي او موږ ته څلېرويشت ساعته رېډي مېډ پوهه او تجزيه راکوي او چي څنګه يې راکوي، هم هغسي يې موږ قبلوو، ولي چي د ژوند ستړو هسي موږ د ژوند له نورو هغو ذريعو نه لري کړي يو، چي زموږ په پوهه او د تجزيه کولو په صلاحيت کي وده راوستلای شي، له کتاب سره تړون شلېدلی دی، موږ ټول په يو فکري بحران کي يو. زموږ او زموږ د خپلو صلاحيتونو تر ميان يوه خلا پيدا شوې ده، ځکه دا خلا مېډيا نيولې ده او لګيا ده زموږ د رايې او تجزيې کولو صلاحيتونه په خپله مرضي سازوي. د دې تر ټولو لوی مثال دا دی، چي په خپله مسلسل پروپېګنډه او د نام نهاده دانشورانه تجزيې له لاري مېډيا دا ثابته کړې ده، چي طالبان يو فريق دي، طالبان يو دريم قوت دی او هم له دې لاري يې هغه قوتونه پټ کړي دي، چي طالبان يې مهرې دي، د قطار ګيټي يې دي او د دې و شاته څوک ناست دي، چي دا ګيټي په ډېر فکر ښوروي او خپلي ګټي تر لاسه کوي. کله- کله به مېډيا دا خبره ضرور وکړي، چي دا د هغه عمل پېداوار دي، چي د مجاهدينوپه شکل کي د دې رياست په مرسته په کلونو- کلونو جنګېدل، خو دا خبره به هيڅوک ونۀ کړي، چي اوس هم هغه عمل هغسي روان دی، هيڅ يو چېنل دا جرائت نه شي کولای، چي په اشاره کي لا هم دا ووايي، چي که د پرون مجاهدين وو او که د نن طالبان، دا که يوې خواته د پښتون او افغان نېشنلزم جرړې وهي، نو بلي خوا ته په اربونو ډالر و پاکستاني پوځ ته ور ګټي، چي د هغوى په چاوڼيو کي د هغوى پرتعيش ژوند پرې برقراره وي. د مېډيا له برکته نن هرسړی د پوځ له خوا د طالبانو په ضد کړي اپرېشنونه (عمليات) ستايي او هغه واقعات کله هم تر خلکو نۀ رسيږي، چي په دې اپرېشنونو کي څومره بې ګناه خلک ژوبل شوي او مړۀ شوي دي. د مير علي تېره واقعه د دې ثبوت دی. بېرته دي د سوشل مېډيا (ټولنيزو رسنيو) لږ کور ودان وي، چي څۀ نا څۀ حقيقتونه را برسېره کوي، خوشبختانه تر دې دمه په پاکستان کي سوشل مېډيا تر څۀ کنټرول لاندي  نۀ ده راغلې، خو هغه ورځ لرې نۀ ده، چي پر سوشل مېډيا باندي به هم دلته بنديزونه و لګيږي او د دې پيل پر يوټيوب له بنديز سره شوی دی.

د مېډيا له تسلط نه د را وتلو او د خپل تجزياتي صلاحيت د پکار راوستلو دپاره ضروري ده، چي په دې مېډيا کي خورېدونکې هره خبره، خبر او هره تجزيه موږ بايد چي هغسي نۀ وګڼو، لکه څنګه چي وړاندي کيږي، بلکې هغه له خپلو حالاتو سره وسنجوو او د هغه تړون هم له هغه سره نزدې شوي واقعاتو سره مقايسه کړو او بيا د هغه پر بنياد خپله تجزيه وړاندي کړو. دا عمل د هر هغه چا دپاره زيات ضروري دی، چي خپله يو دايرۀ اثر لري او تر خلکو خپلي خبري رسوي. زما په خيال يو سياسي لارښود او کارکن، استاد، ليکوال، محقق، صحافي، د ټولني يو فعال غړی او هرهغه څوک چي په خپل ورځني ژوند کي دا موقعې لري، چي له خلکو سره و ږغېږي او يا له خلکو سره په څۀ مکالمه کي شامل وي، د هغه دپاره خو بېخي زيات ضروري دی، چي د مېډيا له پروپېګنډې نه د متاثره کېدو په ځای، هم په تاريخ ځان خبر کړي او هم په مېډيا کي په روانو رجحاناتو تنقيدي نظر وساتي، د مختلفو واقعاتو کړۍ له يو بل سره تړل او د هغه پر بنياد خپله خبره را ايستل صحيح تجزيه کېدای شي او اوس  په داسي حال کي چي موږ پښتانۀ خپله مېډيا هم نۀ لرو، زيات ضرورت هم د دې خبري دی، چي موږ د خپلو حالاتو او واقعاتو خپله تجزيه وکړو او هر وخت په دې مېډيا باندي د وړاندي کېدونکو تجزيو خپله تجزيه وکړو او هم هغه وخت موږ د دې تر کنټرول لاندې مېډيا په څالاکۍ پوهيدلای شو او خپل قامي کاز او مرام د خپلي تجزيې له لاري پر مخ وړلای شو.

اسلام آباد

۱۴جنوري ۲۰۱۴م کال

5 COMMENTS

  1. It is the best time to make some plans for the future and it is time to be happy. I have read this post and if I could I wish to suggest you few interesting things or tips. Perhaps you could write next articles referring to this article. I wish to read even more things about it!

  2. Hi are using WordPress for your blog platform? I’m new to the blog world but I’m trying to get started and set up my own. Do you require any html coding expertise to make your own blog? Any help would be really appreciated!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب