Home+هند په شل اوره لوبو کې هم په بریا پيل وکړ

هند په شل اوره لوبو کې هم په بریا پيل وکړ

تاند ( دوشنبه، د اسد ۴) د هند او سرېلانکا ترمنځ لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه تېره شپه ترسره شوه، چې په کې هند لوبډلې بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې پچه سرېلانکا وګټله او هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې.

سوریا کمار یادو ۵۰، شیکر دهون ۴۶ او سنجو سمسون ۲۷ منډې وکړې.

د سریلانکا ټوله لوبډله په ۱۹ اورونو کې د ۱۲۶ منډو په جوړولو وسوځېده او د ۳۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

چاریت اسالنکا ۴۴ او اویشکا فرنانډو ۲۶ منډې وکړې.

د هند لپاره بوینشور کمار ۴ لوبغاړي سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه د جولای په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...