یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمکینزي: طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی، د افغان پوځ ملاتړ ته راګرځو

مکینزي: طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی، د افغان پوځ ملاتړ ته راګرځو

تاند (دوشنبه د اسد ۴) امریکا وایي د افغان ځواکونو په ملاتړ به خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک مکینزي کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی نو دوی اړ دي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته را وګرځي.

د مکینزي په وینا دوی به په اړینو مواردو کې له بهره د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه کوي.

هغه زیاته کړه، افغان ځواکونه له سخت وضعیت سره مخامخ دي خو ددې وړتیا لري چې خطرونه دفع کړي.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان همدا راز ټینګار کړی چې له افغان ځواکونو به د جګړې په ډګر کې د امریکا ملاتړ دوام کوي.

جنرال مک مکینزي وویل چې د طالبانو اوسنی تاوتریخوالی د منلو نه دی او په افغانستان کې د جګړې د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي.

ورته مهال ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې مکینزي تېر ماښام په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل او له نوموړي سره یې په خبرو کې ټینګار وکړ چې امریکا له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

مکینزي په خپلو خبرو کې کې ویلي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ شته ژمنې پر خپل ځای دي.

ولسمشرۍ په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي خو وايي چې دواړو لوریو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو او د دوی د ملاتړ او همداراز د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.

2 COMMENTS

  1. طالبه ځان ټینګوه ځان ټینګوه
    وطن شو پاتې پاکستان ټینګوه
    افغانان وژنه د جنت په تمه
    بس ده همدا چې پنجابیان ټینګوه
    د هیرا دارالعلوم په فتواګانو باندې
    د جنت لار ته خپل ایمان ټینګوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب