چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونههسپانیا: نړیوال دې د افغان جګړې په پای ته رسولو کې همکارۍ...

هسپانیا: نړیوال دې د افغان جګړې په پای ته رسولو کې همکارۍ ډېرې کړي

تاند (دوشنبه د اسد ۴) هسپانیا وایي له افغانستان سره به یې مرستې او همکارۍ دوام کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د هسپانیا سفیر گبرائیل فیران کارین د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو جدي اړتیا ده او دوی هڅه کوي خپل دا دریځ له نړیوالو سره هم شریک کړي.

په خبرپاڼه کې د کارین له قوله راغلي، دوی ددې غوښتونکي دي چې نړیوال د افغان جګړې په پای ته رسولو کې همکارۍ ډېرې کړي.

هغه همدا راز د تېرو شل کلنو لاس ته راوړنو پر ساتلو هم ټینګار وکړ او په خبره یې هسپانیا ژمنه ده چې د تېرو لاس ته راوړنو او لا پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په دې لیدنه کې حنیف اتمر د اسپانیا له دایمي مرستو مننه وکړه او له دغه هېواد یې غوښتي چې د سولې په برخه کې رغنده رول و لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب