چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهمامورینو په کمپیوټري تذکرو کې د پښتنو افغانانو لپاره د تاجک قوم...

مامورینو په کمپیوټري تذکرو کې د پښتنو افغانانو لپاره د تاجک قوم نوم لیکل پیل کړي دي

تاند (دوشنبه د اسد ۴) د افغانستان د احصایې د ملي ادارې د کمپیوټري تذکرو مامورینو چې ښایي تاجک افغانان وي د پښتنو افغانانو لپاره په نه اعلان شوي ډول په تذکرو کې د قوم په کورګي کې د پښتون پرځای تاجک لیکل پیل کړي خو دا معلومه نه ده چې تر اوسه یې په څه شمېر پښتنو ته تاجکان لیکلي دي.

په ټولنیزو رسنیو څو ځلې داسې کمپیوټري تذکرې خپرې شوي چې د پښتنو افغانانو لپاره د قوم په کورګي کې تاجک لیکل شوی دی.

څه موده وړاندې تاند د عبدالکریم الکوزي په نامه یوه کمپیوټري تذکره چې پرله پسې نمبر یې 1398-1100-08766 وو ترلاسه کړه چې لرونکي ته یې د قوم په کورګي کې تاجک لیکل شوی وو په داسې حال کې چې شخص په قوم الکوزی پښتون وو.

په ټولنیزو رسنیو یوه تازه خپاره شوي خبر کې د یوې کورنۍ ۷ غړو ته د پښتون پر ځای تاجک لیکل شوي دي خو دا لا معلومه نه ده چې دا کار قصدي شوی که نه، او دا چې آیا د داسې غلطۍ کوونکي ته د احصایې د ملي ادارې له خوا کومه سزا ټاکل شوې ده که نه ده.

د ممتاز احمد منصور په نامه د فیسبوک یوه کاروونکي چې ځان د تخار ولایت د مرکز تالقانو اوسېدونکی بولي، لیکلي، «دوی مې د توړۍ زامن دي، پلار یې صافی دی او مور یې حسین خېله ده، په دری ژبه هم نه پوهېږي.»

ویل کیږي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت د تاجک مامورینو له خوا ګڼ شمېر پښتنو ته په تذکرو کې د تاجک قوم له لیکلو او د پښتنو له پرله پسې شکایتونو څخه وروسته ولسمشر امر وکړ چې د قومونو د نومونو پرځای دې ټولو ته افغان ولیکل شي، خو داسې ښکاري چې دا ستونزه د کمپیوټري تذکرو په پيلېدلو سره بیا پیل شوې او یو شمېر تاجک افغانان هڅه کوي چې په دې ډول خپل شمېر ډېر وښیي.‌

4 COMMENTS

  1. په هر شي کې فساد او غلا، اوس په هویت یا پېژندنه کې هم غلا، نو څنګه سړی زړه ښه کړي چې له دغسې جفاګر او مفسد خکومت څخه ننګه وکړي. ولې حکومت دا مسئله نه روښانه کوي؟ ولې یې تر سره کوونکو ته سزا نه ورکوي؟ لعنت دې وي پر دغسې حکومت

  2. تف لعنت دی د احصایې په اداره شي! دغه مجرمین باید خلکو ته وروپیژندل شي او په دار وځړول شي! د تاجیک او پښتون خبرو زمونږ د پرمختګ مخه نیولی! زه د احصایی د ادارې د مشر د اقدام په تمه یم! اکخ شور او غوغا یې ګډه نه کړه نوتر خره به کم نه وي؟

  3. دا په هر شخص پوری اړه لری چه ددی کار مخه ونیسی او هم د د ځوانانو د ټولنو لخوا داسی کمپاین پیل شی تر څو ددی خطرناکی لوبی مخه ونیول شی

  4. په دې کار کې هغه داخلي مخربین او د بهرنیو هېوادونو جاسوسان لاس لري چې اوس غواړې د قومونو جنګ ته لمن ووهې او په دې ډول افغان حکومت ته ستونزې جوړې کړي. ددې عمل تر سره کوونکو ته باید په عام محضر کې محکمه داېره شي او سخته سزا ورته ورکړل شي. لعنت د افغانستان په داخلي او خارجي دښمنانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب