Homeخبرونهوسله والو د شبرغان ښار د جامع جومات خطیب وواژه

وسله والو د شبرغان ښار د جامع جومات خطیب وواژه

تاند (یکشنبه د اسد ۳) د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د شبرغان ښار د جامع جومات خطیب مفتي رفیع‌الله پرون شنبه ماښام مهال د څو وسله ‌والو کسانو له ‌خوا په جومات کې د ننه د کلاشنیکوف په ډزو ووژل شو.

د امنیه قومندانۍ ویاند مسعود ندیم وايي، چې د دې قتل علت تر اوسه نه ‌دی معلوم، خو په خبره یې د څېړنو لپاره یوه ډله مؤظفه شوې ده.

ښاغلي ندیم زیاته کړې، بریدکوونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي او د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه‌ دي نیول شوي.

د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو د ریاست چارواکي بیا وايي چې د شبرغان ښار د مولانا جلال‌الدین مېنې د جامع جومات خطیب یو بې ‌پرې سړی و او له چا سره‌ یې دښمني نه‌ لرله.

مفتي رفیع ‌الله په دې وروستیو کې په خپل مالي لګښت د نجونو او هلکانو لپاره یوه دیني مدرسه جوړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...