دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد امريکا د بهرنيو چارو وزير هند او کويت ته سفر کوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير هند او کويت ته سفر کوي

تاند (یکشنبه د اسد ۳) د امريکا د بهرنيو چارو وزير  انټوني بلينکن دفغانستان، کورونا وبا او چين د‌ مسايلو په تړاو د خبرو لپاره هند او کويت ته سفر کوي.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې نوموړی به ددغه سفر په لړ کې د چهارشنبې په ورځ کويت ته تر سفر مخکې د هند له لومړي وزير نرندرا مودي سره وګوري او د افغانستان له ټیکاو سره به د‌ نوي ډيلي د مرستې غوښتنه ترې وکړي. په سيمه کې د‌ چین د‌ نفوذ مخنيوی او په نړۍ کې د کرونا واکسين تطبيق به هم د دواړو لورو ترمنځ د بحث وړ نور مسايل وي.
د امريکا د‌بهرنيو چارو وزارت وايي چې امریکا له افغانستانه د‌خپلو ځواکونو له اېستلو وروسته ددغه هېواد له ثبات سره د سيمې د هېوادونو دمرستې او همکارۍپه لټه کې ده او هيله لري چې ټول هېوادونه خپلې ګټې د افغانستان په ثبات کې وګوري.
بلينکن به د‌کويت له چارواکو سره د امريکا د‌ هغو شاواخوا څلور زره افغان همکارانو او د هغوی کورنيو د کوربتوب پرسر خبرې وکړي چې په پام کې ده د وېزو د پروسې تر بشپړېدو پورې يې په دريم هېواد کې پاتې شي.
ويل کيږي چې امريکا په دې هڅه کې ده چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو د بهير تر بشپړېډو مخکې خپل افغان همکاران له دغه هېواد نه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب