یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه باید لومړی د طالبانو پرمختګ ورو...

د امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه باید لومړی د طالبانو پرمختګ ورو کړي

تاند(یکشنبه، د اسد ۳) په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د مهمو ستراتیژیکو بندرونو د بېرته نیولو لپاره پلان جوړوي، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وايي، افغان امنیتي ځواکونو ته پکار ده چې د بایللو سیمو تر بېرته نیولو وړاندې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي.

اسټن پرون / شنبه الاسکا ایالت ته د سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ګڼ نفوسو سیمو او ښارونو په شاوخوا کې خپلې مورچې پیاوړې کړي.

ده زیاته کړه، «په دې اړه چې افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو مخه ونیولی شي او که نه، زه فکر کوم لومړنی کار چې پکار ده ویې کړي دا دی چې د طالبانو د پرمختګ سرعت ودروي.»

ده ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه د پرمختګ کولو ظرفیت او وړتیا لري خو باید وکتل شي چې څه پېښېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب