Homeخبرونهسپینې ماڼۍ یو ځل بیا د خبرو له لارې د افغان ستونزې...

سپینې ماڼۍ یو ځل بیا د خبرو له لارې د افغان ستونزې پر پای ټینګار وکړ

تاند (یکشنبه د اسد ۳) د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د یوه خبري کنفرانس پر مهال د طالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

نوموړې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او طالبانو ته په کار ده چې د جګړو له لارې نه بلکې د سولې او مذاکراتو پر مټ واک ته د رسېدو لارې چارې ولټوي.

ساکي زیاته کړې، افغانستان ته یوازې او یوازې د مذاکراتو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو له لارې دایمي ثبات راتللی شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او طالبانو ته په کار ده چې جګړې کمې او مذاکرات چټک کړي، ځکه د اوسني وضعیت د پای ته رسولو یوازینۍ لار سوله او خبرې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...