یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهروسیې او تاجکستان د طالبانو پر احتمالي خطرونو خبرې وکړې

روسیې او تاجکستان د طالبانو پر احتمالي خطرونو خبرې وکړې

تاند (یکشنبه د اسد ۳) د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویوګو له خپل تاجک سیال شیر علي میرزا سره د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو د ګواښونو د مخنیوي په خاطر خبرې کړي دي.

دواړو خواوو په دې ټلیفوني خبرو کې د افغانستان وضعیت د اندېښنې ښودلی او ویلي یې چې له افغانستان سره پر پوله پراته هېوادونه باید د خپل امنیت لپاره اقدامات ډېر کړي.

د شویګو په خبره دوی له تاجکستان سره خپلې پوځي مرستې نورې هم ډېروي او هڅه کوي په دغه هېواد کې خپلې نظامي اډې او د څار سیستمونه نور هم پیاوړي او قوي کړي.

روسيې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ بللی و او له همدې امله یې له تاجکستان سره د پوځي مرستو د ډېرولو خبره کړې وه.

بلې خوا ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې ازبکستان، تاجکستان او روسیه په سیمه کې ګډ پراخ نظامي تمرینات هم ولري.

مسکو وار د مخه په تاجکستان کې د خپلې پوځي اډې د قوي کولو لپاره د یو شمېر پوځي وسایلو لېږدول پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب