یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeسپورتد اسټرالیا او وېسټ انډیز ترمنځ ۲یمه لوبه د کورونا له امله...

د اسټرالیا او وېسټ انډیز ترمنځ ۲یمه لوبه د کورونا له امله وځنډېده

تاند (جمغه، د اسد ۱) د اسټرالیا او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه چې تېرت شپه ترسره کېدونکې وه، د کورونا ویروس له امله وځنډېده.

د کرکټ نړیوالې شورا په دې اړه ویلي، چې د کورونا ویروس د تازه پېښې له امله د اسټرالیا او وېسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ځنډېدلې ده.

سرچینه وایي، چې ټول لوبغاړي او نور کارمندان به قرنټین شي.

د یادولو ده چې اسټرالیا د وېسټ انډیز په سفر سیالیو ته تللې ده، چې په دغه سیالیو کې  یوازې دوه لوبې پاتې دي.

تر دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ هم ترسره شوه، چې وېسټ انډیز پکې بریا خپله کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب