یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه، افغانستان سره د کډوالۍ د مخنیوي په پارمالي مرسته کوي

اروپايي ټولنه، افغانستان سره د کډوالۍ د مخنیوي په پارمالي مرسته کوي

تاند ( جمعه، د اسد ۱) اروپايي ټولنه غواړي له افغانستان او نورو ګاونډیو هیوادونو سره مالي مرستې وکړي څو د کډوالۍ مخه ونیسي.

د اروپايي ټولنې دوو چارواکو ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی، دغه ټولنه غواړي د کډوالۍ د مخنیوي له پاره له افغانستان او د دې هیواد له ګاونډیو سره مالي مرستې وکړي.

سرچینه وایي، چې اروپايي ټولنه اوس د یوه پلان پر اساس چې اوسمهال په ابتدايي مرحله کې دی، غواړي له افغانستان، پاکستان او په سیمه کې له نورو هیوادونو سره مالي مرسته ترسره کړي.

د اروپايي ټولنې دوو جګپوړو چارواکو او یوه دپلومات چې له دې موضوع باخبره دي، ویلي چې د دې پلان له مخې ایران ته هم پیسې ورکول کیږي.

دغو چارواکو ویلي د دې کار څخه یې موخه دا ده څو کډوال خپل هېواد ته نږدې وساتي او اروپايي هیوادونو ته د مهاجرت د یوې بلې څپې مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې لسګونه افغانان په قاچاقي لارو اروپا ته د تلو نیت کړی  او ترکیې وړمه ورځ ویلي وو، چې په وان ښار کې یې له سلو ډېر افغان کډوال چې اروپا ته روان وو نیولي دي.

افغانستان کې نا امني؛ هره ورځ لسګونه کسان په ناقانونه لارو بهر ته ځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب