یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونه روسيې د افغانستان  او تاجکستان پر ګډه پوله جنګي تجهیزات ځای پرځای...

 روسيې د افغانستان  او تاجکستان پر ګډه پوله جنګي تجهیزات ځای پرځای کړي

تاند ( جمعه، د اسد ۱) روسیې د افغانستان او تاجکستان پرګډه پوله جنګي تجهیزات او پوځي وسایط ځای پرځای کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې روسي الوتکې د افغانستان او تاجکستان سرحد ته د دې وسایطو د انتقال په حال کې دي.

روسیه اندېښنه لري چې افغانستان کې د جګړې ترشدت وروسته، ممکن یوشمېر جنګیالي د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ولاړ شي.

روسیه داسې مهال دا اقدام کوي، چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې اوسمهال د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د جګړې ښکېل لوري هره ورځ یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

سره له دې چې افغان ولس او حکومت له وسله والو طالبانو د جګړې د بندښت او اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان بیا له اوربند سره مخالفت کوي.

په دوحه کې د حکومت او طالبانو مرکچیانو خبرې وکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب