یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهازبیکستان د امریکا ویزې ته د منتظرو افغانانو له کوربتوبه په شا...

ازبیکستان د امریکا ویزې ته د منتظرو افغانانو له کوربتوبه په شا شو

تاند (جمعه د اسد ۱) ازبیکستان وايي، داسې کوم قانوني اساس نشته چې د متحده ایالاتو په غوښتنه د زرګونو افغانانو موقتي کوربتوب وکړو چې د امریکا ویزې ته منتظر دي.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې واشنګټن د ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان څخه غوښتي چې شاوخوا ۹۰۰۰ هغو افغانانو ته ځای ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په وجه اوس د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

قزاقستان او تاجیکستان تر اوسه د امریکا د غوښتنې په هکله تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر شوکت میرزایویوف ځانګړي استازي عصمت الله یرګاشیف د منځني اسیا لومړنی چارواکی دی چې په علني توګه په دې موضوع خبرې کوي.

یرګاشف زیاته کړې، ازبکستان د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ کال کنونسیون نه دی لاسلیک کړی، او ددې هیواد خپل قوانین چا ته د پناه ورکولو په هکله ځانګړي مقررات نه لري.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر اعلان وروسته په ګڼ شمېر ولایتونو کې طالبانو خپلې جګړې ته زور ورکړی دی چې په پایله کې یې ګڼ شمېر سیمې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوي دي. همدارنګه هغه افغانان چې په تېرو شلو کلونو کې یې له بهرنیانو سره کار کړی خطر محسوسوي.

بلې خوا د امریکا د کانګرس زیات شمیر غړو اندیښنه څرګنده کړې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په بشپړه وتلو سره ښایي طالبان د هغو کسانو څخه د غچ اخیستنې په لټه کې شي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو سره همکار پاتې شوي دي.

د امریکا استازو جرګې د افغان ژباړونکو د انتقال قانون تصویب کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب