Homeخبرونهد امریکا استازو جرګې د افغان ژباړونکو د انتقال قانون تصویب کړ

د امریکا استازو جرګې د افغان ژباړونکو د انتقال قانون تصویب کړ

تاند (جمعه د اسد ۱) د امریکا کانګرس د هغه قانون طرحې ته رایه ورکړه چې په زرګونو افغانان چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو او د امریکا د حکومت سره د ژباړونکو او یا نورو برخو کې کار کړی، امریکا ته انتقال شي.

په رای اچونه کې د استازو د خونې ۴.۷ وکیلانو ددې قانون په ملاتړ او ۱۶ غړو مخالفې رای ورکړې او ټاکل شوې چې دغه قانون د تصویب لپاره د امریکا سنا ته واستول شي.

د امریکا د کانګرس زیات شمیر غړو اندیښنه څرګنده کړې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په بشپړه وتلو سره ښایي طالبان د هغو کسانو نه د غچ اخیستنې په لټه کې شي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو سره همکار پاتې شوي دي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر اعلان وروسته چې د سپتمبر تر ۱۱مې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي د هغو کسانو څخه د طالبانو د غچ اخیستنې په هکله اندیښنې زیاتې شوې چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونه سره کار کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو بهیر ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی او ټاکل شوې چې د اګست تر۳۱ پورې دغه بهیر بشپړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...