Homeخبرونهپه دوحه کې د حکومت او طالبانو مرکچیانو خبرې وکړې

په دوحه کې د حکومت او طالبانو مرکچیانو خبرې وکړې

تاند (پنج شنبه، د سرطان ۳۱) ‏قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي، چې نن غرمه د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو ټیمونو تر منځ ناسته وشوه.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د اختر د مبارکۍ تر څنګ د مذاکراتو د پروسې پر دوام، چټکتیا او اغېزمنتیا بحث او ټینګار وکړ.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې بل لورته امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی ودروي او یو دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپانه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او د جګړې پر ټولو لورو په ځانګړي ډول پر طالبانو یې غږ کړی، چې د یوه هر اړخیز اوربند لپاره کار وکړي او ژر تر ژره دې افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

خبرپاڼه کې د سولې خبرو پر دوام ټینګار شوی او ویلي دي چې د افغانستان کشاله یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.

سرچینې له وسله والو طالبانو غوښتي چې ژر د سولې خبرو ته داخل شي او افغانان له روان کړاو څخه خلاص کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...