Homeخبرونهپه ننګرهار کې ۵ ماشومان د هاوان په مرمۍ ووژل شول

په ننګرهار کې ۵ ماشومان د هاوان په مرمۍ ووژل شول

تاند (پنج شنبه، د سرطان ۳۱) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت په اچين ولسوالۍ سره کمر سيمه کې تېر ماښام وسله والو طالبانو د هاوان دوه مرمۍ توغولي او د ملکي وګړو پر کورونو لګېدلي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي په دې پېښه کې پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خوږیاڼی وایي وژل شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا پېښه داسې مهال کېږي، چې ولسمشر غني نن د دې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته راغلی وو.

د یادونې ده، چې تېره ورځ هم د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه کې ۶ تنه ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...