جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د موبلائیلو د کیفیت په اړه لنډه لارښوونه

د موبلائیلو د کیفیت په اړه لنډه لارښوونه

انجنیر فرید احمد باوري

ایا کله مو د موبلائیلو د کیفیت په اړه فکر کړی؟

ایا پوهیږئ چې کوم یې دوبی او کوم یې باید ژمی استعمال شې؟

ایا د ډېزلي او پټرولي ماشینونو لپاره موبلائیل جلا کولی شئ؟

دا چې د ټولنې یو زیات شمیر کسان له ماشینري سره سرو کار لري نو په دې لنډه لیکنه کې مو پورته پوښتنو او دې ته ورته ډېرو نور ته ځواب ویلی دی.

 موبلایل د ماشین د ساتنې او حفاظت لپاره تر ټولو اړین مواد بلل کیږي چې دلته یې د ترکیب په اړه خبرې نه کوو، د ماشین خوځنده پرزې موبلایلو ته اړتیا لري، موبلایل که له یوې خوا اصطکاک کموي له بلې خوا د روطوبت او د تودوخې په وړاندې هم مقاومت لري. 

د موبلایلو قیمت په مختلفو عواملو پورې اړوند دی، لکه نوعیت ، ویسکاسیټي (لزوجیت) او د بوتل حجم، معمولا د موبلایلو په بوتلونو باندې د W او SAE حروفو څخه کار اخیستل کیږي، په هره اندازه چې W شاوخوا عددونه کوچني وو په هماغه اندازه یې کیفیت ښه دی د بېلګې په ډول 5W30 قیمت او کیفیت تر 10W40 لوړ دی، په ټوله کې دوه ډوله روغني مواد تولیدیږي سنګل ګرېډ (یو موسمه) او مولټي ګرېډ (هر موسمه) چې دلته یې درته په لنډ ډول تشریح کو: 

لومړی (سینګل ګرېډ موبلائیل): د ځانګړو موسمونو لپاره تولیدیږي چې (SAE 0 -25) یې د یخو موسمونو او سړو سیمو لپاره او (SAE30-60) یې د ګرمو موسمونو لپاره کارول کیږي.

دوهم (مولټي ګرېډ موبلائيل): دا ډول یې موبلائیل د څلور سره موسمونو لپاره کارول کیږي، دا ډول موبلائیل په  a W b یا 20W50, 10W40, 5W10 باندې معلومیږي په هره اندازه چې د W  یو بل اړخ ته عددونه کوچني کیږي کیفیت یې هم لوړیږي. 

پټرولي موبلائیل: د API یا American Petroleum Institute د سنډرډ سره سم د پټرولي ماشینونو لپاره د (S) توری کارول کیږي او تر څنګ یې (A….N)پورې حروف لیکل کیږي په هر اندازه چې د (S)پر څنګ کې لوی حرف لیکل کیږي په ورسره سم یې کیفیت هم لوړ ښودل کیږي د بېلګې په ډول SN تر SA لوړ کیفیت لري.

ډېزلي موبلائیل: د ډېزلي موبلائیلو لپاره د (C) حرف او تر څنګ یې (A….J) حروف کارول کیږي په هر اندازه چې د (C) تر څنک توری لوی لیکلی وي په هماغه اندازه یې کیفیت هم ښه وي.

هیره دي نه وي چې ډېری موبلاییل داسې ترتیب شوي دي چې هم د پټرولي ماشین لپاره کار ورکوي او هم د ډېزلي لپاره د بېلګې په ډول که په یو ګېلن باندې SJ/CE لیکل شوي وي د دې مانا دا ده چې د دواړو ماشینونو لپاره یې کارولی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب