جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمیرزکوال: په وروستیو جګړو کې د وژل شویو ۱۵۰۰ طالبانو جسدونه بهر...

میرزکوال: په وروستیو جګړو کې د وژل شویو ۱۵۰۰ طالبانو جسدونه بهر ته انتقال شوي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳۱) د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وايي چې په هېواد کې د وروستیو جګړو پر مهال ۳ زره او ۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې جنرال عبدالستار میرزکوال دغه موضوع د ۳۴ ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه په یوه ویډیوي کنفرانس کې مطرح کړه.

د خبرپاڼې له مخې میرزکوال په خپلو خبرو کې وویل چې په وروستیو څو اونیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جګړو پر مهال وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. د هغه په وینا په دې جګړې کې ۳ زره او ۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي چې له دې ډلې د یو زرو ۵۰۰ هغو جسدونه له هېواده بهر لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې عبدالستار میرزکوال د وسله والو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو هڅې وستایلې او د امنیتي بنسټونو او ولسي پاڅون کوونکو پر لا همغږۍ یې ټینګار وکړ.

هغه امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې د اکمالاتو او تجهیزاتو په برخه کې شته ستونزې به ډېر ژر یوې خواته کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله خپله تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب