یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامام علي رحمان: د افغانستان وضعیت ستونزمن او نامشخص دى

امام علي رحمان: د افغانستان وضعیت ستونزمن او نامشخص دى

تاند (جمعه د اسد 1) – د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، د افغانستان وضعیت ستونزمن او نامشخص باقي پاتې دى.

هغه چې تېره ورځ د خپل هېواد ملي امنیتي ځواکونو ته وينا کوله وویل: “زمونږ د ګاونډي د افغانستان د اسلامي جمهوریت او په ځانګړې توګه د د دې هېواد د شمالي سيمو وضعیت چې زموږ سره سرحد لري ستونزمن او نامشخص باقي پاتې دى.”

هغه زياته کړه، په افغانستان کې وضعیت ساعت په ساعت او ورځ په ورځ د خرابېدو په حال کې دى او دا وضعیت له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې روان دى چې د بهرنيانو د لاسوهنې له امله دى.

د تاجکستان ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د تاجکستان سرحد ته نږدې د افغانستان بدخشان کې د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړو له امله لسګونه افغان سرتېري هغه هېواد ته اوښتي وو.

بل پلو له اختر مخکې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې وشوې خو د اختر په تېرو ورځو کې هلته وضعیت ارامه ښودل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب