جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت د اسټرالیا د ډیپلوماتیک حضور د بیا پیل هرکلی وکړ

افغان حکومت د اسټرالیا د ډیپلوماتیک حضور د بیا پیل هرکلی وکړ

تلاند(جمعه، د اسد ۱) وروسته له هغې، چې د اسټرالیا حکومت په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور د بیا پیل خبره وکړه؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د اسټرالیا دا کړه ستایلې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت په خپل هېواد کې د استرلیا د ډیپلوماتیک حضور د بیا پیل هرکلی کوي.

اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان له استرالیا سره پخوانۍ اړیکې لري او افغانستان کې د دې هېواد ديپلوماتیک حضور به یادې اړیکې لا پیاوړې کړي.

په ورته مهال بیا ویل کیږي، چې د افغانستان او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیران به هم د اسټرلیايي دیپلوماتانو د بېرته راتګ په څرنګوالي خبرې وکړي.

د استرالیا حکومت په داسې حال کې افغانستان ته د راتګ خبره کوي، چې په کور دننه جګړې تر بل هر وخت شدېدې شوې او ځینې هېوادونه وېره لري، چې په افغانستان کې به یې سفارتونه او ديپلوماتان په نښه شي.

باید یاده شي، چې د استرالیا حکومت شاوخوا یوه میاشت وړاندې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري ویستلي وو او دلته یې خپل هر ډول حضور پای ته رسولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب