Homeخبرونهد هلمند لپاره د طالبانو والي څوک دی؟

د هلمند لپاره د طالبانو والي څوک دی؟

تاند(جمعه، د اسد ۱) د افغانستان د حکومت له محبس څخه یو خوشي شوی طالب بندي اوس د هلمند لپاره د طالبانو والي دی.

د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت الله نبيل ادعا کوي چې د هلمند لپاره د طالبانو اوسنی والي ملا طالب هغه کس دی‌ چې د پنځه زره بنديانو په ډله کې خوشي شوی و.

نوموړي ويلي چې دغه کس د 2020ميلادي کال د اپرېل مياشتې په وروستيو کې د افغان ځواکونو له لوري نيول شوی و.

ښاغلي نبيل د افغان ځواکونو له لوري د ملا طالب د نيولو د مهال عکسونه هم پر خپله فېسبوک پاڼه خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې د دغه کس تر نیول کېدو مخکې موده کې ګڼو افغان ځوانانو او سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د دوحې د موافقې له مخې د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کېدل تېروتنه نه بلکې له افغانانو سره خيانت و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...