سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپنتاګون تایید کړه چې الوتکو یې له بهره په افغانستان کې د...

پنتاګون تایید کړه چې الوتکو یې له بهره په افغانستان کې د طالبانو پر مورچو بمباري کړې

تاند (جمعه، د اسد ۱) په داسې حال کې چې امریکا تقریباً ټول پوځیان له افغانستانه ایستلي، جنګي الوتکو یې د لومړي ځل لپاره له بهره په افغانستان کې د طالبانو ځینې مورچجې بمباري کړې.

امریکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د دغه هیواد پوځ د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د کندهار په ګډون په افغانستان کې د طالبانو پر ضد څو هوايي بریدونه کړي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور پر اساس، د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه د هغو الوتکو په وسیله شوي چې له افغانستانه دباندې دي او دا د طالبانو پرضد په جګړه کې د امریکا د ملاتړ د دوام اراده ښيي.

امریکا د قطر په شمول د خلیج په هیوادونو کې ډول ډول جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولی شي.

امریکايي الوتکې افغانستان ته د ځان د رسولو لپاره د پاکستان له هوايي قلمرو څخه کار اخلي. پاکستان وايي، په دې برخه کې یې له امریکا سره پخوا موافقه کړې ده.

د پنتاګون له ویندوی جان کربي څخه پرون /پنجشنبه د هغو راپورونو په اړه پوښتنه وشوه چې په کندهار کې د امریکا ایف ۱۸ جنګي الوتکې د طالبانو پر مورچو بمباري کړې، ده د الوتکې د ډول او د بمبارۍ د ځای په اړه څه ونه ویل خو یادونه یې وکړه چې په وروستیو څو ورځو کې دوی د افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه کړي دي.

کربي وویل چې د جزییاتو په اړه یې څه نه وايي.

دا له کله چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستنی قوماندان جنرال سکاټ میلر له افغانستانه لاړ، لومړی ځل دی چې په افغانستان کې امریکايي الوتکې عملیات کوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د کربي له څرګندونو وروسته د دفاع وزارت یوه بل چارواکي وویل چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر څلورو ځلونو زیات هوايي بریدونه کړي دي. د دغه چارواکي په وینا، لږترلږه دوه عملیاته د هغو توپونو او نقلیه وسایلو د ویجاړولو لپاره وشول چې طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولي وو.

دا بریدونه، چې یو یې د کندهار په شمال کې وشو، د افغان چارواکو په غوښتنه شوي دي.

وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې په کندهار کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. ځايي چارواکي وايي چې د طالبانو پرمختګ د دې ډلې د قوت له کبله نه دی بلکې د امنیتي اورګانونو ترمنځ د نه همږغۍ او په ځینو مواردو کې د ژورو اختلافاتو له کبله دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب