جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ۲۴ پاکستاني ځانمرګي بریدګر او ۲۱ نور طالبان ووژل شول

کندهار کې ۲۴ پاکستاني ځانمرګي بریدګر او ۲۱ نور طالبان ووژل شول

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۳۱ مه ) د ملي امنیت صفر درې قطعه وایي، افغان هوایي ځواکونو کندهار ولایت کې هوایي بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۲۴ پاکستاني ځانمرګي او دغه راز ۲۱ نور طالبان وژل شوې دي.

له دغې قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پاکستاني ځانمرګي او وسله وال طالبان د دوه جلا بریدونو پر مهال وژل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي: (( دکندهار ولايت لپاره د ISI له خوا د طالبانو د خارجی اتباع او د انتحاریانو مسول مشهور په ثاقب چی اصلي د فرضي کرښې هغې خوا د وزیریستان اوسیدونکی و د خپلو ۲۴ ځانمرګو بریدکرو سره د هوای ځواک په بریدونو کې ووژل شو.))

د خبرپاڼې له مخې، دغه راز تېره شپه د ذکر شوي پاکستاني د ځانمرګو بریدګرو یوه ډله په پنجوایې ولسوالي کې د هوایې ځواک له لوری په نښه شوه چې د ۴ وزیریستاني ځانمرګو بریدګرو په شمول د وسله والو طالبانو نامعلوم کلیدي قومندانان هم پکې وژل شوی دی.

ورته مهال د افغانستان د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې کندهار ولایت دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهد دی او افغان حکومت ادعا کوي چې یادې ډلې سره پاکستاني اتباع د جګړو په لیکو کې وژل شوې دي.

1 COMMENT

  1. یاره مونږه خو دی لرو پښتنو تباه کړو دومره انتحاریان اوطالبان چه دکوزی خوا راځی په بره خواکی نشته ددی لروبرڅخه ولاکه هیڅ جوړ شی څو چه اول خپل کور جوړنکړو بهتره وه دپاکستان نه مخکی مونږه په ډيورنډ تارغځولی وای ولاکه داحالت راغلای وای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب