جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهچین د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

چین د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۳۱) د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې (یو شیاو یونګ) د افغانستان د اوسني ځانګړي استازي پر ځای ټاکل شوی دی.

چین په داسې حال کې د افغانستان لپاره نوی استازی وګوماره چې په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې تر بل هر وخت جګړو زور اخیستی دی او له دې هیواده د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پر منفي اغېزو چین او د سیمې یو شمېر نور هیوادونه اندېښمن دي.

چین او د سیمې ځینې نور هیوادونه باور لري چې په افغانستان کې به یوه بله خونړۍ کورنۍ جګړه پیل شي او تر کلونو پورې به دوام وکړي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی زیاو لیان اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د چین د اوسني استازي لیو جیان پر ځای به یاو شیاو یونګ دا مسوولیت په غاړه واخلي.

نوموړي پخوا په قطر کې د چین د سفیر په توګه کار کړی دی.

لیو مخکې تر دې چې د تېر کال په لومړیو کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وګومارل شي په افغانستان، مالیزیا او پاکستان کې د چین د سفیر په توګه کار کړی و.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندوی وویل، اوس د افغانستان مسلې ته نړیواله ټولنه متمرکزه ده، د چین لپاره مهمه ده چې له ټولو خواوو سره پر دې مسلې همږغي او سلامشورې وکړي او په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...