جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبایډن ته د امریکایي رسنیو لیک؛ زموږ خبریالان دې امریکا ته ولېږدول...

بایډن ته د امریکایي رسنیو لیک؛ زموږ خبریالان دې امریکا ته ولېږدول شي

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۳۱ مه ) راپورونه وایي، امریکايي رسنیو د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن نه په یو لیک کې غوښتي چې هغه افغانان امریکا ته ولیږدوي چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی.

په لیک کې د امریکا یو شمېر مشهورو رسنیو د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته د خپلو افغان همکارانو د ژوند د خوندیتوب په هکله اندېښنه څرګنده کړې.

لیک کې ویل شوي دا چې دغو کسانو د امریکایي رسنیو سره کار کړی، ښایي طالبان به پرې د غچ اخیستو په خاطر بریدونه وکړي.

دغو امریکایي رسنیو ویلي چې شاوخوا ۱۰۰۰ ویزو ته اړتیا لري چې له مخې به یې د هغوی افغان همکاران امریکا ته ولیږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي له کبله د افغان خبریالانو ژوند هم تریخ شوی دی.

څو ورځې وړاندې د رویټرز اژانس خبریال په کندهار ولایت کې د جګړې له کبله ووژل شو.

تر دې مخکې هم ډیری افغان خبریالان د وسله والو ډلو تر بریدونو لاندې راغلي او یا هم ځینې یې ګواښل شوې دي.

د خبریالانو د ملاتړ ادارو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب