جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي، راتلونکو شپږو میاشتو کې به د پېښېدونکو حالاتو مسوول ولسمشر...

طالبان وایي، راتلونکو شپږو میاشتو کې به د پېښېدونکو حالاتو مسوول ولسمشر غني وي

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۳۱ مه)  وسله والو طالبانو ویلي، د راتلونکو پېښېدونکو حالاتو مسوول به ولسمشر غني وي.

د دغې ډلې ویاند، ذبیح الله مجاهد د ولسمشر غني د تېرې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې د هر ډول پېښېدونکو حالاتو مسوول به ولسمشرغني وي.

ولسمشر تېره ورځ د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال له افغان سرتېرو وغوښتل چې په روانو درې میاشتو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره لاس په کار شي او ځانونه نړۍ ته ثابت کړی چې افغانان نه تسلیمېږي او له خپلې خاورې ساتنه کولی شي.

هغه وویل چې د افغان سرتېرو له مېړانې او همت سره به په شپږو میاشتو کې دننه افغانستان د امن څښتن شي.

طالبانو د سولې مذاکراتو سره هممهاله د ولسمشر غني دغه ډول څرګندونې جګړې ته د تشويق کولو په معنى بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د ننگرهار ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې، د ٢٠١ سیلاب قول اردو او د امنیتي مسوولینو سره د لیدنې په موخه دغه ولایت ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې چې ښاغلی غني به د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي، نظامي رهبرۍ، افسرانو، بريد ملانو او سرتيرو سره د جلا کتنو سربېره د نظامي منسوبينو او چارواکو په ګډه غونډه کې وينا هم وکړي.

2 COMMENTS

  1. طالبه وژل ته کوې.

    د افغانستان عامه تاسیسات ته ورانوې!!

    هره ورځ په ښارونو حملې ته کوې!!!
    هره ورځ لسګونه افغانان ته وژني!!!
    او مسؤول به اشرف غني وي٬!!!!!

    حیا وکړئ!، غلامي هم حد لري!! اشرف غني که ښه دی او که بد د افغانستان ولس مشر دی. اطاعت یې پر ټولو واجب دی. که کوم شی ناسم وي. کښېنئ خبرې وکړئ خو د پاکستان اجنډا مه عملي کوئ.

  2. له دلال طالبه ګله مه کوئ، دوی د پاکستان او ای اس ای نا خلاف اولاده دي. د حکمتیار بر خلاف دوی پاکستان خپل لومړنی کور ګني. بل دا چې ددوی په منځ کې نه څوک سواد لري نه علم او نه پوهه. د دوس ملا عباس انګلیسی دان په شمول، طالب مشران یو هم تحصیل نه لري او د قران په معنی هم سم خبر نه دي. څه چې پاکستانی ملا فضلو ورته وایې همغه دوی ته قران او حدیث دي. په دې عصر کې تر دوی خره، او جاهله طایفه د مځکې پر مخ په خدای که پیدا کړې. کوم احمق به د خپل د کلې پول، روغتنون او ښوونځی چې په لکونو ډالرو جوړ شوي د یوه پاکستاني ملا په خوله چې خپله تمامه ورځ موردګاوی کوي وران او په بمونو والوزوي، په لک هاو خلک له کوره بې کوره کړي، خو دوی یې کوي. نور به څه نه وایم، خو خدای دی دوی ته یا هدایت وکړي او یا دې خپل په قهر او غضب دچاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب