جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروسیه وايي، د ټاپي پروژې په جوړولو کې ګډون ته لېواله ده

روسیه وايي، د ټاپي پروژې په جوړولو کې ګډون ته لېواله ده

تاند(سې شنبه، د سرطان ۲۹) روسیه وايي، د ترکمنستان، افغانستان او هند د ګازو د پایپ لاین د پروژې (ټاپي) په جوړولو کې ګډون ته لېوالتیا لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په دې پروژه کې د خپل هیواد لېوالتیا د «منځنۍ او جنوبي اسیا؛ اړیکې، ننګونې او فرصتونه» په نړیوال کنفرانس کې، چې په ازبکستان کې جوړ شو، څرګنده کړه.

له ډېرو کلونو راهیسې د دې پروژې د جوړېدو خبرې کېږي او په وروستیو کلونو کې افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان په دې برخه کې څو موافقې لاسلیک کړې خو په افغانستان کې د ناامنۍ دوام سبب شوی چې پانګوونکي په دې پروژه کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

د نللیکې د جوړېدو په صورت کې به د ترکمنستان د ګالکينیش د میدان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته صادر شي. په پام کې ده د دې نللیکې په وسیله، چې پر جوړولو یې ۱۰ ملیارد ډالره لګښت راځي، هر کال ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز صادر شي.

ترکمنستان د سږ کال په فبرورۍ کې د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی خپل هیواد ته وروباله او د ملا برادر په مشرۍ پلاوي ظاهراً ومنله چې پایپ لاین ته به زیان نه اړوي خو له دې سره سره پانګوونکي باور نه لري چې طالبان به پر خپلو ژمنو ودرېږي ځکه چې دې ډلې په ځلونو پلونه، پلچکونه، ښوونځي او نور تاسیسات ویجاړ کړي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې روسیه په دې پروژه کې لېوالتیا ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب