شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت وایي، د نننیو بریدونو په تړاو پلټنې...

د کورنیو چارو وزارت وایي، د نننیو بریدونو په تړاو پلټنې روانې دي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۹) د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي، پر کابل ښار د نننیو توغندويي بریدونو د عاملانو د نیولو عملیات او اړه یې هر اړخیزې څېړنې پیل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې درې توغندي پر کابل ښار توغول شوي، چې یو یې د بهرنیو چارو وزارت، بل د عیدګا جومات او بل هم له حضوري چمن سره نږدې لګېدلي دي او تلفات نه لري.

یاد وزارت دغه عمل په کلکو ټکو غندلی او په وینایې هغه سیمه کشف شوې، چې توغندي ترې توغول شوي دي.

د ستانکزي په خبره افغان کشفي او امنیتي ارګانونو څېړنې پيل کړي او ژر به یې عاملین ونیسي.

دغه توغندي بریدونه هغه مهال وشول.چې په ارګ کې د اختر لمونځ روان و او په دې مراسمو کې د ولسمشر غني او پخواني ولسمشرحامد کرزي په ګډون ګڼو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

بریدونه په مراسمو کې د ځنډ سبب نه شول، خو ولسمشر وروسته په خپله وینا کې دا عمل له شرم ډک وباله.

د لوی اختر لومړۍ ورځ؛ پر کابل ښار درې توغندي ولګیدل

2 COMMENTS

  1. خدای مو خوار کړه له دې علان سره. ستاسو له دې بې مفهومه او بې نتيجو هر اړخیزه تحقیقاتو خو خلک سوږمو ته رسېدلې. نور تاسې او خدای که داسې اعلانونه کوئ. ددې په عوض دو درې داسې حرموني مو چې نیولي او یا یې په راتلونکي کې نیسی په عام محضر کې اعدام کړئ بیا به وګورئ چې دا کار څومره ژر بندېږي. تاسو د اسهال مریض ته د سردردۍ دوا ورکوئ. باید هر مرض ته له سم میتود او دوا نه استفاده وکړئ. د راکت ويشتونکو دوا مرګ دی. هیله مندم په تطبیق یې فکر وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب