شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد لوی اختر لومړۍ ورځ؛ پر کابل ښار درې توغندي ولګیدل

د لوی اختر لومړۍ ورځ؛ پر کابل ښار درې توغندي ولګیدل

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۲۹ مه)  نن د نېکمرغه لوی اختر په لومړۍ ورځ سهار شاوخوا ۷:۳۰ دقیقې د کابل ښار په مرکزي سیمه درې توغندي ولګېدل.

کورنیو چارو وزارت وایي، د دوی لومړني معلومات ښیي چې د توغندیو په لګېدو کوم چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، د وزارت د څېړنو ټیمونه لګیا دي څو نور معلومات پرمختګونه له رسنیو سره شریک کړي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا، دغه راکټونه یو د عیدګاه مسجد څېرمه، یو د ګل بهار تجارتي مارکیټ شاته او بل هم په حضوري چمن کې لګیدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدا راز زیاتوي چې له نېکه مرغه چې د دغو درې واړو راکټونو له کبله مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې خو وایي معلومات لومړني دي وروسته به نور معلومات له رسنیو سره شریک شي.

ځایي سرچینې وایي چې دا توغندي د کابل له کارته پروان سیمې له یوه موټره توغول شوي چې موټر هم اور اخیستی او سوځیدلی دی.

د پېښې مسوولیت تر دا مهاله چا نه دی منلی.

دا توغندي داسې مهال راتوغول شوي چې په افغانستان کې د لوی اختر د لمونځ د ادا کېدو وخت وو.

که څه هم موده وړاندې افغان حکومت اعلان وکړ چې د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې یې د میزایلو ضد دفاعي سیستم فعال کړ، خو بیا هم دا پېښه رامنځ ته شوه.

ورته مهال ولسمشر غني نن د لوی اختر د لمانځه تر مراسمو وروسته د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د سولې اراده او نیت لري او دوحې ته د وروستي پلاوي په لېږلو یې دا نیت ثابت کړ.

هغه وویل نړیوال باید په دې پوه شي چې طالبان د جګړو له لارې ځان بریا ته رسول غواړي او د سولې لپاره هېڅ نیت او اراده نه لري.

هغه د خوشي شوو طالب زندانیانو په اړه وویل چې دا لومړۍ د نړیوالو تېروتنه وه او دویم د هغو کسانو تېروتنه وه چې فکر یې کاوه د بندیانو په خوشي کولو به سوله راځي.

ولسمشر غني یو ځل بیا پر نړیوالو نیوکه وکړه چې پر طالبانو یې باور وکړ او داسې یې انګیرله چې ګواکي دغه ډله سولې ته ژمنه ده.

نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو کړنې نه دیني مشروعیت لري او نه هم ملي، نو ځکه یې جګړه ناروا ده او هېڅ راز دیني توجیه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب