شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لوی درستیز د پوځي مرستې د ترلاسه کولو لپاره هند...

د افغانستان لوی درستیز د پوځي مرستې د ترلاسه کولو لپاره هند ته ځي

تاند(سې شنبه، د سرطان ۲۹) د ولسوالیو او ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د بریدونو له ډېرېدو سره هممهاله د افغانستان حکومت هڅه کوي چې له هند څخه پوځي مرسته ترلاسه کړي.

د افغانستان نوی ټاکل شوی لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدزی به راتلونکې اوونۍ په نوي ډیلي کې د هند د پوځ له لوی درستیز جنرال ایم. ایم. ناروانې او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوفل سره وویني.

د هند د دفاع وزارت چارواکي وايي، له افغان لوی درستیز سره به د هندي چارواکو د خبرو د اجنډا د سر موضوع پوځي همکارۍ وي.

هند تر دې وړاندې په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته ۷ هیلي کوپترونه ورکړي. په دغو څرخکو کې ایم آی ۲۴ جنګي هیلي کوپترونه هم شامل دي.

هند پر دې سربېره په خپله خاوره کې د افغانستان د ملي اردو پرسونل روزي.

د هند د دفاع وزارت سرچینې وايي، د افغانستان حکومت د هغو پوځي وسایلو لیست ورسپارلی چې فکر کوي هند یې ورکولی شي او دوی ورته اړتیا لري. په دې لیست کې یو ډول ماشینګڼې، ټانکونه او زغرګاډي شامل دي.

په پام کې ده چې د هند له لوی درستیز او د ملي امنیت له سلاکار سره د افغان لوی درستیز خبرې په همدې لیست باندې وي.

2 COMMENTS

  1. india is best friend of afghans.lets make strong this relation.
    sale and buy Indian products in country,
    for economic purposes.
    give economic support to india.
    thank you

  2. هندوستان زموږ تاريخي او د پيړۍ دوست ده افغانان بايد له هند سره خپله دوستي تر ابده وپالي. هندوستان لکه خاين شورور( روسيه) داسي نه ده سي له يوې پيړۍ دوستي وروسته يې موږ په امريکا خرڅ کړو. له هند سره زموږ دوستي عنعنوي ده. تورمخی پنجاب زموږ لپاره د سرطان دانه ده اللهﷻ د يهودي پنجاب ذليل کړي. له افغانستان سره هند په دوستي کې خيانت نه ده کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب