شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاردوغان: ترکیه چمتو ده چې له طالبانو سره د سولې پر پروسې...

اردوغان: ترکیه چمتو ده چې له طالبانو سره د سولې پر پروسې وږغېږي

تاند(سې شنبه، د سرطان ۲۹) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن (سې شنبه) وویل، هیواد یې په افغانستان کې د کابل د مهم هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت پر منلو غور کوي او تیار دی چې له طالبانو سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي.

اردوغان د لوی اختر له لمانځه وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل«هماغسې چې طالبانو له امریکا سره خبرې وکړې، له ترکیې سره یې هم کولی شي او له ترکیې سره په خبرو کې به لا ډېر ارام احساسوي.»

اردوغان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو ته په اشاره وویل«فکر کوم موږ له دې پروسې ښه استفاده کولی شو. نور الترناتیفونه هم شته، موږ اوس پر دغو الترناتیفونو کار کوو.»

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه«ترکیه په دې غور کوي چې د کابل د هوايي ډګر د عملیاتو چارې په غاړه واخلي. اوس هلته یو نوی پړاو پیل شوی. درې مهم قوتونه لیدل کېږي: ناټو، امریکا او ترکیه.»

د ترکیې ولسمشر په دې اړه چې امریکا اعلان کړی چې له افغانستانه کاملاً وځي، وویل، د واشنګټن غوښتنه دا وه چې د تېرو څو کلونو په شان دې د کابل د هوايي ډګر چارې د ترکیې له لوري پر مخ یووړل شي.

«موږ اوس د دې مسوولیت منل مثبت ګڼو خو ترکیه ځینې شرطونه لري.»

«لومړی شرط دا دی، په سیاسي اړیکو کې د امریکا متحد ایالتونه به د دیپلوماسۍ په برخه کې زموږ خوا ته درېږي.

دوهم، امریکا به په لوژیستیکي برخه کې موږ ته وسایل برابروي، او هر ډول ځواک چې لري له لوژیستیکي پلوه ترکیې ته انتقالوي.

وروستی یا درېم شرط ا دی چې ترکیه به د دې پروسې په لړ کې مالي او اداري ملاتړ ته اړتیا لري.»

تر دې وړاندې هم ترکیې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره د پیسو غوښتنه کړې وه.

دې هیواد په تېرو کلونو کې اروپا ته د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره له اروپايي اتحادیې څو ملیارد ډالره غوښتې وې.

اردوغان په بروکسل کې د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې په اړه خبرې کړې وې.

دا هیواد له تېرو ۶ کلونو راهیسې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د حامد کرزي هوايي ډګر د پوځي او لوژیستیکي چارو مسوولیت په غاړه لري.

1 COMMENT

  1. هيڅوک سي د افغان وينه پکې وي ددغه نجس عسکر په افغانستان کې نه غواړي. ترکيه نړيواله فاحشه ده تل هر فالنګ ته پورته کيږي. دا څنګه سي کله په ترکيه ددغه خنزير په ژبه کودتا وه امريکا دده اول دښمن وه. نن بيا د امريکا لپاره د تورو اوبو د ماسل( black water ) دنده په مخ وړي؟ دغه رذيل غواړي بل ترکستان جوړ کړي نه افغان دولت او نه طاليب بايد ددغه خبيث منافق غوښتنه ونه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب