شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د نیکولای گوگل قضیه؛ پاتوگرافي او آټو پاتوگرافي

د نیکولای گوگل قضیه؛ پاتوگرافي او آټو پاتوگرافي

ژباړه: ارشاد علي
(1809—1852 )
په اوکراین کې زیږیدلي گوگل خپله د مسخرو ډکه کیسه «د یوه لیوني یاداښتونه» په ۱۸۳۴م کال کې خپره کړه، پدې کیسه کې یې د اکزینټي پاپرشین په نوم د یوه کس روحي تضاد تشریح کړی دی. داسې باور دی چې په دې لنډه کیسه کې د سکیزوفرینیا (په ځوانی کې جنون) د ناروغی لومړنی تشریح شتون لري.
۱. په ۱۸۴۲م کال کې گوگل د لایوشکین (یو خیالي روسۍ محتکر چې د ده په ناول «مړې ارواوې» کې راښکاره شوی» د ناروغی پیژندنونکي (پتالوژیک) احتکار په هکله ولیکل.
په ښوونځي کې گوگل ته خپلو ملګرو ‹مرموز لویشتینک یا لنډی› وایه او ده دا نیمګړتیا هم لرله چې ددوی سره به یې د قناعت وړ فردي اړیکه نشوه ساتلای. ډیرو لیکوالانو داسې نظر ورکړی چې دی د حالت (موډ) له یو ډول بې نظمۍ څخه ځوریده.
۲. د ژوند وروستی برخه کې گوگل مذهبي وهم وړاندې کولو، دده وهمي فکر لوی ټولنیز او مسلکي تأثیر درلود. د یوه عیني شاهد له قوله گوگل وهمونه تجربه کړي دي او ډیر کله به یې په توندی عکس العمل ښود.
گوگل ٭پارانوید شو، خپلې ټولې لیکنې یې چې په دې کې د «مړې ارواوې» ناول دویمه برخه هم وه، وسوځولې. په وروستیو ورځو کې یې د ډوډۍ له خوړلو ډډه وکړه، ځان یې له لوږې مړ کړ او پدې سره یې زیات شمیر داسې ناولونه او کیسې پريښودې چې په داستایوفسکي او تولستوی باندې یې لوی اغېز واچاوه.
پاتوګرافي داسې تعریف کیدلای شي:
‍‹ د یوه لیکوال یا کوم بل هنرمند پر ژوند او یا هنر د ناروغی د اثراتو مطالعه پاتوګرافي بلل کیږي یا د یوه هنرمند د ژوند او د شخصیت د ودې تاثیرات دده پر ابتکاري کارونو باندې؛ پاتوګرافي بلل کیږي.›
۴. د ادبیاتو او هنرونو په تاریخ کې او پدې کټګوری کې زیات پاتوګراپیستان شامیلیدلای شي چې پدې ډله کې ارنست همینګوې، وینسینټ وان گو او فرانسیس سکاټ فیټز جیرالډ هم شامل دي.
۵. د اټو پاتوګرافی مفهوم د ادبي او هنري کارونو تر ټولو تازه تصور او ادراک دی چې پدې کې اټو پاتوګرافیستان د یوه جدي، اوږده او ناعلاجه طبي حالت څخه پدې موخه ځان په عذاب ښايي چې:
۱. د ناروغی په هکله د شرم احساس لیرې کړي
۲. له نورو ناروغانو سره مرسته کوي چې خپل حالت قبول کړي
۳. پیسې او تلقین لاسته راوړي
۴. څارونکي او ټولنه تربیه کوي او نیوکه هم پرې کوي.
د همدې مطابق نیکولای گوگل یو پاتوګراپیست دی چې د شدیدې ذهني ګډوډی تر تأثیر لاندې یې ډیرې کیسې لیکلي.
په ورته وخت کې کیدلای شي چې د تاریخ لومړی اټو پاتوګرافیست وشمیرلای شي ځکه؛
له یوه اړخه د گوگل د ژوند لیک او پاتوګرافی تر منځ ډیر شباهتونه موندل کیدای شي او له بله اړخه د گوگل ذهني گډوډیو شاید دی له دې څخه منع کاوه چې رواني علایمو ته په بصیرت سره وګوري او له همدې امله ده شاید د خپل ځان د تکلیف په هکله لیکل کړي وي، خو موخه یې دا نه وي.
٭پارانوید: رواني حالت دی چې د شکنجې له ویرې، بې ځایه بخیلی، او له حده زیات ځان ته د اهمیت ورکولو څخه تشکیل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب