جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپر نړیوالو د ولسمشر غني نیوکه؛ طالبان سولې ته اراده نه لري

پر نړیوالو د ولسمشر غني نیوکه؛ طالبان سولې ته اراده نه لري

تاند (سه شنبه د سرطان ۲۹) ولسمشر محمد اشرف غني وایي دوی ته ثابته شوې چې طالبان د سولې راتلو لپاره نیت او اراده نه لري.

ښاغلي غني نن په چهارچنار ماڼۍ کې د لوی اختر د لمانځه تر مراسمو وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان حکومت د سولې اراده او نیت لري او دوحې ته د وروستي پلاوي په لېږلو یې دا نیت ثابت کړ.

نوموړي وویل نړیوال باید په دې پوه شي چې طالبان د جګړو له لارې ځان بریا ته رسول غواړي او د سولې لپاره هېڅ نیت او اراده نه لري.

ولسمشر غني د خوشې شویو طالب زندانیانو په هکله وویل چې دا لومړۍ د نړیوالو تېروتنه وه او دویم د هغو کسانو تېروتنه وه چې فکر یې کاوه د بندیانو په خوشي کولو به سوله راځي.

د ولسمشر په وینا دغه خوشي شوي بندیان دمګړۍ د جګړې په ډګر کې دي او نړیوالو ته هم ثابته شوه چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري، صحرايي محکمې کوي، عامه تاسیسات ورانوي او په افغانستان کې یې خپل تاوتریخوالی او جګړې جاري ساتلي دي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو پر دوام وویل چې طالبان لا هم په پاکستان کې امن مرکزونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې جګړې کوي.

هغه یو ځل بیا پر نړیوالو نیوکه وکړه چې پر طالبانو یې باور وکړ او داسې یې انګیرله چې ګواکي دغه ډله سولې ته ژمنه ده.

ولسمشر اشرف غني دا هم وویل چې د طالبانو کړنې نه دیني مشروعیت لري او نه هم ملي، نو ځکه یې جګړه ناروا ده او هېڅ راز دیني توجیه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب