Homeخبرونهمجروح: د کورونا د پېښو ګراف په ټېټېدو دی، خلک دې له...

مجروح: د کورونا د پېښو ګراف په ټېټېدو دی، خلک دې له احتیاط کار واخلي

تاند (سه شنبه د سرطان ۲۹) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د اختر په مراسمو کې له تګ راتګ او ناستې ولاړې ډډه وکړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح په یوه ویډيويي پیغام کې له خلکو غوښتنه کړې چې په هېواد کې لا هم د کورونا خطر پر خپل ځای دی او ټولو وګړو ته په کار ده چې روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.

د ښاغلي مجرو په خبره، د کورونا د پېښو ګراف مخ پر ټېټېدو دی خو که خلک د اختر په مراسمو کې له احتیاط کار وا نه خلي ددغه ګراف د بیا لوړېدو امکان شته دی.

عامې روغتیا وزارت د حیواناتو د قرباني کولو پر مهال هم له خلکو د احتیاط غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د قربانۍ پر مهال هم د ټولو صحي مواردو په پام کې نیول اړین دي.

عامې روغتیا وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د صحي پوهانو په باور عام افغانان روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي، نو له همدې امله ښايي د کورونا د مثبتو پېښو ګراف تر اختر وروسته یو ځل بیا لوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...