شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: ځينې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د ملېشو ملاتړ کوي

حکمتیار: ځينې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د ملېشو ملاتړ کوي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۹) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د اختر په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل، چې ځينې هېوادونه په افغانستان کې د ګډوډیو جوړولو او خپلو ګټو د پاللو لپاره د ملېشه جوړونې په لټه کې دي.

حکمتیار ویلي، چې ملېشه جوړول او روان تاوتریخوالی د هېواد په زیان دی او دلته به د جګړو د دوام سبب شي.

نوموړي وویل، چې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د ملېشو ملاتړ کوي او په خبره یې له دې لارې غواړي دلته خپلې ګټې او جګړې وپالي.

نوموړي په ښکاره د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو ټینګار یې وکړ چې خپلسري وسله وال به هېواد له یوې بلې ستونزې سره مخ کړي.

حکمتیار دغه راز پر حکومت تور پورې کړ، چې ګواکي سولې ته ژمن نه دی او په دې برخه کې یې هڅې د پام وړ نه دي.

حکمتیار داسې مهال پرحکومت تور پورې کوي، چې افغان حکومت له کلونو راهیسې وسله والو طالبانو ته د سولې غېږ پرانیستې، خو د افغان سیاسیونو په خبره طالبان د سولې مخالف دي او نه غواړي جګړه بنده کړي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني وایي دوی ته ثابته شوې، چې طالبان د سولې راتلو لپاره نیت او اراده نه لري.

نوموړي نن په چهارچنار ماڼۍ کې د لوی اختر د لمانځه تر مراسمو وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان حکومت د سولې اراده او نیت لري او دوحې ته د وروستي پلاوي په لېږلو یې دا نیت ثابت کړ.

نوموړي وویل نړیوال باید په دې پوه شي چې طالبان د جګړو له لارې ځان بریا ته رسول غواړي او د سولې لپاره هېڅ نیت او اراده نه لري.

پر نړیوالو د ولسمشر غني نیوکه؛ طالبان سولې ته اراده نه لري

2 COMMENTS

  1. – ښه به دا وي چې د پنجاب لابي ګري بریږدې او د افغان دولت کما حقه ملاتړ وکړې .
    ننني راکټونو ستا تاریخ راژوندی کړ !! !!
    دا ملیشې د خاورې ساتنې لپاره جوړیږي، په تا څه ډیرې ویرې را روانې دي، اوس خو دې بادار هم د سفارت نه وتښتید ! او خپل دویم کور هم درباندې بند شو !

  2. حکمتیار اوس نوی سیاستمدار شوی، بې له دې چې د چانوم واخلي تبصرې کوي. ما ویل دی به د جهاد ددوران په شان چې کله نا کله به یې پاکستان کې بدماشې کوله دافغانستان د سفیر د لور د ځورړنې په هکله به پاکستان حکومت ورټي، ولې په تاسف سره چې هم ده او هم د طالبانو شمله دار او برېتور مشران چې په دوحې کې د ناټو په پېسو چړچې او میلې کوي په ډېر بې غېرتۍ او بې شرمۍ د افغانستان د عزت په مسله کې چوپه خوله پاتې شول. تر دوی خو هغه ملا ضعیف هم سل ځله ډېر غیرت درلود، خپل عږ یې راوویست او د پاکستاني اعمالو کړنه یې تقبیح کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب