یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېاقتصادد ښځو په اقتصادي بازار کې د اقتصاد وزارت رول

د ښځو په اقتصادي بازار کې د اقتصاد وزارت رول

یونس تنویر ||

په افغانستان کې ډېرۍ میرمنې په فقر کې ژوند کوي. په بازارونو کې د پېرلو او د پلورلو ونډه نه لري. افغانې میرمنې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لا نه دي رسیدلې. همدا ده، چې افغانې میرمنې د ژوند له اقتصادي اغیز څخه محرومې دي.

ښځې د ټولنې د یوه زیات قشر په توګه له اقتصادي مارکیټه لرې غورځول شوې دي. اقتصاد وزارت په دې هڅه کې دی، چې افغانې میرمنې له دې محرومتیا وژغوري او په ځان بسیا اقتصادي بریا ورکړي.

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په دې نږدې وختونو کې د ښځو د حقوقو له بنسټونو او د غیر دولتي موسسو سره د ښځو په اقتصادي لوړتیا، هڅوونه او پرمختګ کې زیاته همکاري کړې ده او ډېرې طرحې یې د ښځو د اقتصادي رشد لپاره له بېلابېلو بنسټونو سره شریکې کړې او عملي کړې یې دي، چې زیاتې ښې پایلې یې درلودلې دي.

زموږ په معاصر تاریخ کې د ښځو تجارتي پرمختګ او ښځو ته اقتصادي رشد د ولسواکۍ د نظام په را دبره کېدو سره پیل شوی دی. له هغه مخکې د ښځو په اقتصادي اغیز ډبرې ايښودل شوې وې.

په هیواد کې د اوږدې جګړې؛ زیاتره زیانمنې میرمنې دي. او د جګړې ټوله بدبختي د میرمنو پر سره ده. میرمنې به کونډې، بورې، ورارې، یتیمې، بې سرپرسته، له تعلیم لرې، له صنعت لرې او حتا د دین له زدکړې هم مرحومې پاتې شوې دي. په دې ټولنه کې د ښځو سره زیات جبر شوی دی. او له دوی د خبرو حق هم اخیستل شوی و.

د ښځو په اړه له دینه څخه غلط تفسیر، د ښځو یوه لویه بدبختي وه، چې یا د کور وه او یا د ګور، مګر ښځه هیڅ وخت په خپلو چارو کې خپلواکه نه ده پاتې شوې او جبر ورسره شوی دی.

خوشبختانه د دغو ټولو بدبختیو د پای ته رسیدلو هوډ د حکومت یوه لویه ژمنه ده. او اقتصاد وزارت د دې ژمنې د بشپړونې اساس دی. د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ښځو د اقتصادي بسیاینې لپاره او د هغوی ژوند تر اقتصادي اغیز لاندې را وستنې لپاره په ټولنه زیاتې ښې پایلې خپلې کړې او د همکارو بنسټونو څخه د ممنې وړ دی. اوس داسې ډېرې میرمنې شته، چې په اقتصادي لحالظ په ځان بسیا او اړې نه دي.

د داسې میرمنو ژوند اسوده وي او دوی زیاتې د بدبختۍ سره نه مخ کیږي او د ژوند ټول ضرویات پوره کولی شي. د دې هڅې د پیاوړتیا لپاره د اقتصاد وزیرې ډاکټر فاریابي ډېرې هڅې شروع کړې دي، چې خوشبختانه ښځې اوس د ډېرو بدبختیو څخه ژغورل شوې دي.

اقتصاد وزارت د هیواد په ټولو وزارتونو او ولایاتو کې د غیر اختیاري بودیجې او اختیاري بودیجې د څارنې او ارزونې سربیره د ښځو د ځان بسیاینې لپاره د په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د حقوقو پوره جوپړ وال دی. او اکثره غیر دولتي موسسې د ښځو له لوري، یا د ښځو د حقوقو لپاره او یا د ښځه په هره موسسه کې د یوه لوی هیات جز دی.

اقتصاد وزارت په هغو ټولو برنامو پام فشاني زیاته کوي، چې د ښځو لپاره د صنعت، تعلیم، کسب و کار،

اقتصادي ځان بسیاینه،  په کلیو کې پور او سپما او د افغانستان د سولې او پرمختګ دوهم سند د ژمنو مطابق د ښځو لپاره یوه وړه زمینه جوړوي.

اقتصاد وزارت د ښځو د اقتصادي حالت د لوړتیا لپاره په کلیو او ښارونو کې کارموندنې رامنځته کړې او د هغوی اقتصادي لوړتیا لپاره یې ګڼ سوداګریز فرصتونه مهیا کړي دي.

د اقتصاد وزارت رهبري د حکومت د ژمنې او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په ډېرو اړینو او اهمو طرحو کار کوي، تر څو میرمنې له اقتصادي محرمتیا وژغوري.

د اقتصاد وزیرې په راتګ سره په یاد وزارت کې د ښځو ونډه له دریو سلنې څخه ۱۳سلنې ته لوړه کړې ده، او په پام کې دې، چې ددې کال تر پایه دغه سلنه ۳۰ ته لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاربي په یوې غونډه کې ویلي و، چې افغان مېرمنې د تولید په برخه کې له ښوو وړتیاوو برخمنې شوې دي. د نوموړې په خبره، اوس مهال ۵۴ زره میرمنې په دغه هېواد کې په وړو تشبثاتو کې فعالیت کوي.

یاد وزارت  د ښځو د ځواکمنتیا، د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي د مخنیوي او اقتصادي ودې لپاره د میرمنو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی دی.  دغه نندارتون د ښځو د ځواکمنتیا یوه نښه او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې: چې ښځې په کورنۍ اقتصاد کې مهم رول لوبوي، نو د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ په ډګر کې دوی ته باید ونډه ورکړل شي؛ تر څو ټول یوزای د ټولنې د ځان بسیاینې او هوساینې لپاره کار وکرو.

د اقتصاد وزیرې د یاد وزارت ملاتړ له هغو ښځو څخه چې په ګڼ شمېر برخو کې کار کوي، څرګند کړ او په اقتصادي او سیاسي پروسو کې یې د ښځو ګډون مهم او ارزښتناکه وباله.

د ښځو د فعالې ونډې د پلي کېدو او دغه راز په ښې حکومتولۍ کې د ښځو د رول د اغېزمنتیا په برخه کې د خبرو اترو رامنځته کولو په موخه په (غوره حکومتولۍ کې د ښځو د رهبرۍ رول) تر سرلیک لاندې د ښځو چارو او اقتصاد وزیرانو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رییس، رییسانو، سلاکارانو او د ولایتونو د ټولنیزو چارو ۲۱ تنو مرستیالانو په ګډون په کابل کې کنفرانس ترسره کړ.

د حکومت د رهبري او په ځانګړي ډول د ولایتونو په کچه د ښځو له ګډون څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې افغان مېرمنې د نورو هېوادونو په څېر د مدیریت او رهبریت وړتیاوې لري او زیاته یې کړه، چې حکومت وکولای شول په وروستیو کلونو کې د ښځو سمبولیک رول د هغوی اصلي رول ته بدلون ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب