جمعه, مې 17, 2024
Home+ملاریا څه دول ناروغي ده او څنګه ترې ځان وساتو؟

ملاریا څه دول ناروغي ده او څنګه ترې ځان وساتو؟

دا یوه ساري ناروغي ده چې د افریکا، اسیا، جنوبي امریکا او منځنۍ ختیځ په یو لړ سیمو کې تر سترګو کیږي.

د دې ناروغۍ لامل یو ډول پرازیت دی چی د انوفیلیس پنامه ښځینه غوماشې په مټ د یوه ناروغ انسان نه بل روغ انسان ته لیږدول کېږی.

په نړیواله کچه هر کال د یوه نیم میلیون او دوه عشاریه اوه میلیون کسانو ترمنځ ددې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملاریا ډولونه:

دا ناروغي د څلور ډوله پرازیتونو له لارې پر انسانانو باندې برید کوي، چې له دې ډلې نه یې اول دوه ډولونه لږ لېدل کېږي او خطرناک نه دي.

دریم ډول یې یواځې د اسیا او جنوبي امریکا په ځینو سیمو کې شتون لري.

تر ټولو خطرناک یې څلورم ډول (پلازمودیوم فالسیپاروم) دی چې د انسان پر مغز باندې حمله کوي او له دې کبله د مغزي ملاریا په نامه هم یادېږي.

که چیرې یې پر خپل وخت درملنې ته پام ونه شي، دغه ډول یې یوه وژونکې ناروغي ده او تر ډېره په افریقا.کې شتون لري.

دا چې تل د ملاریا د شتون سیمې بدلون مومي ، نو په کار ده چې د سفر نه مخکې د خپل ډاکتر سره سلا مشوره وشي.

د غوماشې تر چیچلو وروسته په بدن کی څه پیښېږي؟

کله چی پرازیت د انسان بدن ته ورننوځي، د وینې له لارې ځان ینې(جګر) ته رسوي.
هلته وده او ډیرښت(تکثر) کوي. دلسو – څوارلسو ورځو په موده کې بیرته په وینه کې ور ګډېږي.
هلته د وینو په سرو کرویاتو کې ځای نیسي، خپلې ودې او ډیرښت ته دوام ورکوي.

وروسته له دې؛ نو بدن د پرازیت په وړاندی غبرګون ښیي او تبه ورباندې راځي.

په دغه وخت کې چې پرازیتونو په وینه کې ځای نیولی، که چیرې غوماشه د دغه مصاب انسان وینې ته لاره ومومي، هغه وزبیښي؛ نو د وینې سره یوځای نوموړي پرازیتونه ورسره اخلي او د بل روغ انسان بدن ته یې د چیچلو پر مهال لېږدوي او هغه پرې اخته کوي.

د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې معافیت:

هغه کسان چې تل په ملاریا لرونکو سیمو کې اوسېږي، حتمي څو ځلیې دا پرازیت اخلي او ناروغه کېږي.
په دې ډول د پرازیت په وړاندې د انسان په بدن کې مقاومت منځته راځي، چې تر یوې کچې د معافیت لامل ګرځي.

دا ډول معافیت ټول عمر دوام نه کوي. ددې لپاره چې معافیت دایمي وي، باید د ټاکلې مودې په تېرېدو په منظم ډول بدن ته پرازیت ورسېږي تر څو پر وړاندې یې مقاومت پیاوړی وساتل شي.

یو یا دوه ځلې د ملاریا په ناروغۍ اخته کېدل ددې ناروغۍ په وړاندې د معافیت لامل نه ګرځي.

د ملاریا ځینې ډولونه د یوې اوږدې مودې په تېرېدو بې له دې چې غوماشه انسان بیا وچیچي، په تکراري ډول په بدن کې را ژوندی کیدلای شي.

دا ځکه چې نوموړي پرازیتونه په جیګر کې ارام ژوند کوي، او چې کله د بیلابیلو لاملونو له مخې د بدن مقاومت ټیټ شي، پرازیتونه بیا برید کوي او ناروغي منځته راولي.

دا ډول ناروغی په ډېرو نادرو وختونو کې تر سترګو کېږي، ځکه اوس دا امکان شته چې پرازیتونه د درملو په مټ په جیګر کی بیخي له منځه یووړل شي او انسان یې د بیا ناروغه کېدو له خطره وژغورل شي.

کوم کسان په ملاریا باندې د اخته کېدو ډېر چانس لري؟

ټول هغه کسان چې د بدن مقاومت یې کم او د ملاریا پر وړاندې معافیت ونه لري، په دې ناروغۍ باندې اخته کیدلای شي.

په دې کسانو کې تر ټولو زیات هغه ډله ماشومان راځي چې د ملاریا غوماشو د فعالیت په سیمو کې ژوند کوي.

د احصایې له مخې هر کال اته سوه زره هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کالو ټیټ وي ددغه ویروس له لاسه د ګور کندې ته لوېږي.

له دوی نه پرته مسافر، کډوال او سیلانیان چې که یې پخوا مقاومت هم درلود، خو اوس یې د وخت په تېرېدو سره د لاسه ورکړی وي، په دغې ناروغۍ باندی د اخته کېدلو ډیر چانس لري.

د ملاریا ناروغۍ نښې نښانې:

ملاریا ناروغي د پیل پر وخت کټ مټ هم هغه نښانې لري لکه د والګي(انفلوانزا) یو شدېد ډول.

د بیلګې په توګه د یخنۍ په شان رېږدېدل، تبه، سردرد، په عضلو او بندونو (مفصلونو) کې دردونه، نس ناستی او د ستړیا احساس.

دا نښانې د څو ورځو په تېرېدو لا زیاتې شدېدې کېږي لکه ډېر سخت رېږدېدل او د ۴۰ – ۴۱ درجو پورې تبه.
وروسته د خولو باران په انسان راځي.

نوموړي نښانې له یوې ورځې نه تر بلې فرق کوي چې کله زیاتې او کله بیا کمې وي.
که د ملاریا ناروغۍی په درملنې لاس پورې نه شي، نو تر دریو هفتو پورې دا حالت غځېږي خو ستړیا او ضعف کېدلای شي څو میاشتې دوام وکړي.

که دا ناروغي پر خپل وخت تشخیص او په صحیح توګه یې درملنه وشي، د څو ورځو په موده کې ناروغ بیرته روغ رمټ کېږي.

د ملاریا ناروغۍ مخنیوی:

دا کار له څو لارو تر سره کیدلای شي؟

الف – د درملو په مټ: اوس کېدای شي بې له ملاریا واکسین نه د ځینو درملو په کارولو سره چې د بدن مقاومت لوړوي، ان د ملاریا د هغو ډیرو خطرناکو ډولونو لکه پلازمودیوم فالسیپاروم مخنیوی وشی.

ځکه نو هغه کسان چې د ملاریا نه د پاکو سیمو لکه اروپا او نورو څخه ملاریا لرونکو سیمو ته سفر کوي، باید لومړی د خپل ډاکتر سره وویني او د ملاریا د مخنیوي په موخه اړوند درمل ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د ملاریا ځینې درمل په یو شمېر ټاکلو سیمو کې ددې ناروغۍ د مخنیوي وړتیا نه لري ځکه چې هلته د ملاریا پرازیتونو د دغو درملو په وړاندې مقاومت پیداکړی او اغېز نه ورباندې کوي.

په همدې خاطر په کار ده هغه درمل وکارول شي چې ډاکتر یې د دغو ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره سپارښتنه کوي.

په دې ډول کیدای شي په ملاریا باندې د اخته کېدو خطر تر اړینې کچې را ټیټ شي.

ب – د غوماشې د چیچلو څخه ځان ساتل: د ډاکتر د سپارښتنې سره سم اخیستل شوې درمل هم دا مانا نه لري چې په ملاریا باندې د اخته کېدو خطر سل فیصده له منځه وړي، ځکه؛ نو دا اړینه ده چې د غوماشې د چیچلو څخه ځان وساتل شي دا کار بیا په لاندې ډول ترسره کیدای شي:

۱ – د ملاریا غوماشه معمولا” د ورځې له خوا حمله نه کوي، ځکه نو باید د لمر د لوېدو له وخت نه بیا تر لمر ختو پورې ډېره پاملرنه وشي چې د غوماشې نه ځان لیرې وساتل شي.

۲ – د بدن اندامونه باید تر خپله وسه په ځانګړې توګه د ماښام د تیارې د رارسېدو وروسته لوڅ پرېنښودل شي او په اړینو جامو پټ کړل شي، تر څو غوماشه ورته لار ونه مومي.

۳ – د بدن پر هغو ځایونو باندې چې د مجبورۍ له مخې لوڅ پاتې کېږي باید د غوماشې په ضد په اړوند اوبړن موادو باندې غوړ کړل شي.

د دغو موادو داکثرو ډولونو تاثېر د بدن پر پوست باندې چې د غوماشې مخه نیسي، ډېر ژر له منځه ځي.

ځکه نو باید دبدن دغه حصې د څو ګړیو په تېرېدو ژر ژر بیا غوړې او تازه کړل شي.

۴ – د شپې لخوا باید خوب په داسې خونه او یا پشه خانو کې وشي چې غوماشې ورته د ننوتلو لاره او د چیچلو امکانات ونلري.

۵ – په داسې خونه کې چې کولر(ایرکاندیشن) ولري هم د غوماشې د حملې خطر کم دی ځکه چې غوماشې هلته په یخه هوا کې د اوسېدلو مینه والې نه دي.
با دپکه هم مرسته کوي ځکه چې تولید شوی باد یې غوماشې شړي.

د لوړو سپارښتونو په پام کې نیولو او د اړینو درملو په کارولو سره کېدلای شي تر لویه بریده د ملاریا ناروغۍ له غمه انسان خوندي پاتې شي.

په ملاریا باندې د اخته کېدو پر وخت څه باید وکړو؟

که چیرې د سفر پرمهال دا جنجال پیښ او د ناروغۍ نښې حس شي باید بې له ځنډه اړوند روغتون یا کلینیک ته ځان ورسول شي څو په صحیح ډول دناروغۍ تشخیص وکړي.

د ملاریا تشخیص د وینو په کتلو (معاینه) ترسره کېږي.

که د ناروغۍ نښې د سفر تر بیرته راګرځېدو وروسته تر سترګو شوې، باید خپل ډاکتر ته دا هم وویل شي چې د ملاریا لرونکې سیمې څخه راستانه شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د غوماشې تر چیچلو ان درې کاله وروسته هم کیدلای شي د ناروغۍ نښانې را ښکاره شي.

1 COMMENT

  1. د علمی او ګټوری لیکنی څخه مو ډیره ډیره مننه.
    امّا د ملاریا د ناروغۍ د ” نوم ” په هکله می ذهن ته دا شعر مخابره سو:
    زه د خپل هیواد د ټولنی ټولو قشرونو ته سخت درناوی لرم او مُلا هم د یو قشر پتوګه لدې قاعدې بهر نه دئ خو خبره دا ده چی نن سبا د انګریز او پنجابی په وِسکی مست مُلا ( کوم چی د طالب او مُلا پنوم پر وولس د اورونو باران ووروی ) د عام وولس ذهنیت ته دا غوماشه ور حواله سوېده چی ګواکی:
    اصلی ملاریا = مُلا – رِیا
    البته د صالح او سالمو مُلایانو ( کوم چی د طالب کړنی غندی ) څخه په بخښنی سره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب