شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: پاکستان دې د افغانستان په هکله د غیر اسلامي څرګندونو...

ولسي جرګه: پاکستان دې د افغانستان په هکله د غیر اسلامي څرګندونو مخه ونیسي

تاند (شنبه د سرطان ۲۶) وروسته تر هغه چې د پاکستان د ولسي جرګې غړي مفتي عبدالشکور وویل چې افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د پاکستان د ساتنې لپاره اړینه ده او پاکستان ته په کار ده چې د دغې ډلې ملاتړ وکړي، د افغانستان ولسي جرګې د نوموړي څرګندونې د اسلام له دایرې او انساني خواخوږۍ لرې بللې دي.

د افغانستان ولسي جرګې نن شنبه/ د سرطان ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د عبدالشکور یادې څرګندونې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف بولي، په کلکو ټکو یې غندي او د افغانستان په چارو کې یې د پاکستان ښکاره لاسوهنه بولي.

په اعلامیه کې راغلي، افغانستان اوس اسلامي جمهوري نظام لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې په کورنیو چارو کې یې مداخله وکړي.

د اعلامیې له مخې، مفتي عبدالشکور چې ځان دیني عالم بولي، خو بیا هم د افغانستان د خلکو چې ټول یې مسلمانان دي په وژل کېدو یې خوښي څرګندوي.

ولسي جرګې د دغه پاکستاني څرګندونې د دواړو هېوادونو پر زیان بللي او د یاد هېواد له حکومت او ملی شورا څخه یې جدي غوښتنه کړې ده چې ددې ډول غیر اسلامي او غیر انساني څرګندونو او کړنو مخه ونېسي.

اعلامیه زیاتوي، « افغانستان له تېرو څلویښت کلونو راپدیخوا د اور په لمبو کې سوځي، په تېرو شلو کلونو کې افعانستان د ترورېزم سره د جګړي په موخه ستره قرباني ورکړې، په سیمه کې له تروریستي ډلو څخه ملاتړ د سېمې د هېوادونو په زیان بولو د پاکستان له حکومت او ملی شورا څخه په جدي توګه غوښتنه کوو ترڅو ددې ډول غیر اسلامي او غیر انساني اظهاراتو او کړنو مخه ونېسي.»

1 COMMENT

  1. د افغان سیاستوال هم عجب خلک دي، له چا نه ګله کوي. پاکستان او ددې هیواد اسلامی او سیاسی مشران د اسلام او انسانیت او بشریت په نامه کوم شئ اصلا پېژني نه. دوی ته اسلام د پېسو ټولولو او مقام ته رسېدلو یوه وسیله ده. زه خو خپل دین او ددې پیرویانو ته هم حیران یم. په یو دین کې هم داسې وحشت نشته لکه په اسلام کې چې دی. یو القاعده، بل لشکر طيبه، بل داعش، بل طالب، بل باکو حرام، بل جماعت اسلام، بل وطن فروش، بل ناموس فروش، بل بل، بل، بل او بل. دنړې تر یو سل او شلو ډېر تروريستي ډلې یا په پاکستان کې دي او یا هم ورسره ارتباط لري. دا ټول بد ذاته، بد فطرته، بد عمله او غیر انساني ډلې چې کار یې یوازې او یوازې انسان وژل، خرابۍ، بې ناموسي، اختطاف او ډار اچونه دي. په نړۍ کې چې هر چېرې یو پلید عمل ترسره شي لکې یې د همدې حرمونو په کونه کې دی چې مشري یې ۹۹ په سلو کې یا د پاکستان په لاس کې ده او یا ورسره ارتباط لري. زه چې یو عادی کس یم په دې ټولو پوهېږم، نړیوال هم سم دم په ټولو واقعیتونو پوهېږي، هغه ورځ به لرې نه وي چې دا لعینان خپل د شومو اعمالو نتیجه وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب