جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه یوه شپه او ورځ کې ۴۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ...

په یوه شپه او ورځ کې ۴۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ چارواکي: اوس هم ورو روان یو

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۲۷۱ طالبان وژلي او ۱۶۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر وسله والو طالبانو ته په ننګرهار، میدان وردګ، خوست، کندهار، فراه، هرات، بادغیس، سرپل، جوزجان، نیمروز، هلمند، بدخشان، کندوز، تخار او کاپیسا ولایتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې د دولت د مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړو له امله هره ورځ د درنې مرګ ژوبلې او یو شمېر ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه ورکول کېږي.

سره د دې چې جګړه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده، خو د افغانستان وسله ‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري پرون وویل چې د ملکي کسانو د مرګ‌ ژوبلې او استوګنیزو سیمو د ویجاړولو له وېرې پر طالبانو یرغلیز بریدونه نه‌ شي کولای.

ښاغلي عمر خبریالانو ته وویل، طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو له کورونو، ښوونځیو او ان جوماتونو مورچلې جوړې کړې دي.

د نوموړي په خبره، دوی به ژر هغو سیمو کې عملیات پيل کړي چې د ګواښ کچه په‌ کې اضطراري ده.

ښاغلی شینواری زیاتوي: «د افغانستان وسله‌وال پوځ پوره چمتووالی لري چې هغو ساحو لپاره خپل یرغلیز پلانونه چمتو کړي، پلانونه هم چمتو شوي دي، ولې موږ د جګړې ټولو بین‌المللي قوانینو ته هوډمن یو.»

اجمل عمر شینواري دا خبرې د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د لاسه وتلو ولسوالیو د نیولو لپاره څه وخت لاس په کار کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب