جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونههلمند او پکتیا کې چاودنو پنځه کسان وژلي او اته نور ټپیان...

هلمند او پکتیا کې چاودنو پنځه کسان وژلي او اته نور ټپیان دي

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) په هلمند کې د ماین چاودنې دولسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

له هلمند څخه راپورونه وايي چې دغه پېښه نن سهار د لښکرګاه په بولان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ټونس ډوله موټر د سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شو.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د یو بل خبر له مخې نن شاوخوا لس نیمې بجې پکتیا کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په کارمندانو چاودنه شوې ده.

د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حیات الله نظامي احمدزي رسنیو ته ویلي چې چاودنه د ګردېز ښار ددویمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو د مدیریت ته څېرمه شوې چې یو جنایي کارکوونکی په کې وژل شوی دی.

تر اوسه د دغو پېښو په هکله کوم چا یا ډلې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...