جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهصالح: د پاکستان د ستر درستیز ځانګړې هستې د افغانستان جګړه رهبري...

صالح: د پاکستان د ستر درستیز ځانګړې هستې د افغانستان جګړه رهبري کوي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۱ مه)  د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، پاکستان لا هم د طالبانو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی او د دغه هېواد د ستر درستیز ځانګړې هستې د افغانستان په جګړه کې وسله والو طالبانو ته مستقیمې لارښوونې کوي.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه تور پورې کړی چې پاکستان طالبان په درې ډلو ویشلي او د دې هېواد له اردو سره مستقیمې اړیکې لري.

هغه لیکلي: “لومړۍ برخه روزل شوي ځواکونه دي چې په مستقیمه توګه د پاکستان د ستر درستیز د هستو له لوري ورته په پېښور، کويټې او نورو سیمو کې لارښوونې کیږي د اړیکو اوزارو او د ګوګل نقشو کار ډېر اسانه کړی دی”.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې د وسله والو طالبانو دوهمه ډله یې د نظامي کمیسون تر چتر لاندې دلته میشت دي چې دنده یې یواځې د خلکو څخه باج اخیستل دي او په جګړه کې رول نه لري.

د نوموړي په وینا، د طالبانو بله مهمه ډله چې افغانستان کې جګړه پر مخ وړي له لشکر طیبه ډلې سره ورته والی لري او د پاکستان د اردو په رسمي کمپونو کې روزل کیږي.

لومړي مرستیال دغه راز زیاته کړې چې افغان ځواکونه اوس په خورا پرمختللو وسلو سمبال دي او طالبان نه شي کولای د پاکستان په وسلو ورسره جګړه وکړي.

امرالله صالح ټینګار کړی که طالبان لا زیاتې سیمې هم ونیسي خو په افغانستان کې د دغې ډلې حاکمیت ناممکنه دی.

پاکستاني چارواکو او یا هم وسله والو طالبانو د امرالله صالح د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو تر دې وړاندې اسلام‌اباد د طالبانو د ملاتړ په تړاو هر ډول تورونه رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    دا خو ټوله ته معلومه ده چې طالبان د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري خو صالح صیب په تاسو باندې څه بلاه او تندر لویدلی تاسو خو هم لوی درستیز، دفاع وزیر، کورنیو چازو وزیر، د استخباراتو ریس او په سلګونه مشاورین لری چې مفتې پیسې آخلې ولې تر اوسه داسې یوه ستراتیژي نه لري چې څرنګه باید په هیواد کې جنګ رهبري شي. هغه د دري ژبې متل را ته په یاد شو چې وایې چوتم تنګ بود اګر نه پدرش هم مرا نمی توانست شکست بته. اوس هم تاسو ټول غله، غیر مسلکي، د پیسو وږي او په فساد ککړ کسان په مهمو وزارتونو کې ګمارلي خو د دغه ټوله پړه د پاکستان په لوی درستیږ اچوي چې د طالبانو جنګ د پاکستان لوی درستیز رهبري کوي که چیرې رښتیا داسې وي نو ولې ستاسو خوله ماته ده چې په ملګرو ملتونو کې شواهد وړاندې کړي او د نړیوالو مرسته وغواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی